داسرائیلو واکمن ګوند په ټاکنو کښې اکثریت ترلاسه نکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84717-داسرائیلو_واکمن_ګوند_په_ټاکنو_کښې_اکثریت_ترلاسه_نکړ
زمونږخبریال راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په انتخاباتو کښې د اکثریت په ترلاسه کولو کښې ناکامه شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 19, 2019 02:16 Asia/Kabul
  • نتانیاهو دغه راز د انتخاباتو دنتیجو دپایلوپه خاطر د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې دګډون لپاره خپل سفر لغوه کړ.
    نتانیاهو دغه راز د انتخاباتو دنتیجو دپایلوپه خاطر د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې دګډون لپاره خپل سفر لغوه کړ.

زمونږخبریال راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په انتخاباتو کښې د اکثریت په ترلاسه کولو کښې ناکامه شو .

د اسرائیلو د انتخاباتو دغه پایلې  سرزوری لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ته یو بل ستر ګوزار دی .

ویل کیږی چې د اسرائیلو د واکمن لیکوډ ګوند تر مشرۍ  لاندې بلاک دپارلمان له یوسل شلو(۱۲۰) څوکیوڅخه پینځه پنځوس (۵۵) څوکۍ ترلاسه کړی دی او شپږپنځوس (۵۶) نورې څوکۍ هم کیڼ پاله ائتلاف ګټلی دی .

داسرائیلو په پارلمان کښې داکثریت دترلاسه کولو لپاره یوشپیته (۶۱) څوکیوته ضرورت شته .

داسرائیلو د لیکوډ ګوند یوه ویاند وویل د ښې پالو ډلو مشرانو پرون له لومړی وزیر نتانیاهو سره کتنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د نوی حکومت په جوړولو کښې له نتانیاهو سره مرسته وکړی .

داسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو دغه راز د انتخاباتو دنتیجو دپایلوپه خاطر د ملګروملتونو په عمومی اسمبلۍ کښې دګډون لپاره خپل سفر لغوه کړ.