ملګروملتونو دامریکا په اقدام خواشینۍ وښودله
-
دامریکا حکومت دغه راز په نیویارک کښې دایران دپلاوي پرضد پراخ محدودیتونه هم لګولي وو .
فارس خبری اژانس وایی ملګروملتونو پرون د عمومی اسمبلۍ(General Assembly) په غونډې کښې د ګډون لپاره د روسیې د پلاوی غړیو ته د ویزو(Visas) په نه ورکولو کښې دامریکا په اقدام اندیښنه څرګنده کړه .
د ملګروملتونو د سرمنشی ویاند سټیفان ډوجاریک (Stephane Dujarric de la Rivière) په یوه (۱)خبری کانفرنس کښې د روسیې د پلاوی غړیو ته دویزو له ورکولو په ډډه کول کښې د امریکا په اقدام د اندیښنې دڅرګندولو په ترڅ کښې وویل د ملګروملتونو په عمومی اسمبلۍ کښې له کوربه هیواد سره د اړیکو کمیټۍ په دغه موضوع د غور کولو په حال کښې ده .
د روسیې رسنیو ویلی دی چې دامریکا حکومت د ملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ په غونډې کښې د ګډون لپاره دروسیې د پلاوی لسو (۱۰) غړیو ته دویزو له ورکولو ډډه کړی ده .
د روسیې د باندنیو چارو دوزارت ویاندې میرمن ماریا زاخاروا د امریکا دغه اقدام وغاند او ویې ویل دا د ملګروملتونو غړو هیوادونو ته دامریکا د حکومت د بې احترامۍ نښه ده .
دامریکا حکومت دغه راز د ملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ په څلوراویایمې (۷۴) غونډې کښې د ګډون لپاره دایران د پلاوی ځینو غړیو ته هم د ویزو له ورکولو ډډه کړی وه .
دامریکا حکومت دغه راز په نیویارک کښې دایران دپلاوی پرضد پراخ محدودیتونه هم لګولی وو .