ملګروملتونو دامریکا په اقدام خواشینۍ وښودله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85013-ملګروملتونو_دامریکا_په_اقدام_خواشینۍ_وښودله
فارس خبری اژانس وایی ملګروملتونو پرون د عمومی اسمبلۍ(General Assembly) په غونډې کښې د ګډون لپاره د روسیې د پلاوی غړیو ته د ویزو(Visas) په نه ورکولو کښې دامریکا په اقدام اندیښنه څرګنده کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 04, 2019 02:43 Asia/Kabul
  • دامریکا حکومت دغه راز په نیویارک کښې دایران دپلاوي پرضد پراخ محدودیتونه هم لګولي وو .
    دامریکا حکومت دغه راز په نیویارک کښې دایران دپلاوي پرضد پراخ محدودیتونه هم لګولي وو .

فارس خبری اژانس وایی ملګروملتونو پرون د عمومی اسمبلۍ(General Assembly) په غونډې کښې د ګډون لپاره د روسیې د پلاوی غړیو ته د ویزو(Visas) په نه ورکولو کښې دامریکا په اقدام اندیښنه څرګنده کړه .

د ملګروملتونو د سرمنشی ویاند سټیفان ډوجاریک (Stephane Dujarric de la Rivière) په یوه (۱)خبری کانفرنس کښې د روسیې د پلاوی غړیو ته دویزو له ورکولو په ډډه کول کښې د امریکا په اقدام د اندیښنې دڅرګندولو په ترڅ کښې وویل د ملګروملتونو په عمومی اسمبلۍ کښې له کوربه هیواد سره د اړیکو کمیټۍ په دغه موضوع د غور کولو په حال کښې ده .

د روسیې رسنیو ویلی دی چې دامریکا حکومت د ملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ په غونډې کښې د ګډون لپاره دروسیې د پلاوی لسو (۱۰) غړیو ته دویزو له ورکولو ډډه کړی ده .

د روسیې د باندنیو چارو دوزارت ویاندې میرمن ماریا زاخاروا د امریکا دغه اقدام وغاند او ویې ویل دا د ملګروملتونو غړو هیوادونو ته دامریکا د حکومت د بې احترامۍ نښه ده .

دامریکا حکومت دغه راز د ملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ په څلوراویایمې (۷۴) غونډې کښې د ګډون لپاره دایران د پلاوی ځینو غړیو ته هم د ویزو له ورکولو ډډه کړی وه .

دامریکا حکومت دغه راز په نیویارک کښې دایران دپلاوی پرضد پراخ محدودیتونه هم لګولی وو .