امریکا د ایران او دمقاومت ډلو پرضد نور بندیزونه ولګول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85586-امریکا_د_ایران_او_دمقاومت_ډلو_پرضد_نور_بندیزونه_ولګول
فارس خبری اژانس وایی د امریکا حکومت د فارس خلیج د څنډې له شپږو (۶) عربو هیوادونو سره یوځاې په ګډ اقدام کښې د ایران او له مقاومت ډلو سره د اړونده موسسو او کسانو پرضد نوی بایکاټونه تصویب کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 31, 2019 02:36 Asia/Kabul
  • امریکا د ایران او دمقاومت ډلو پرضد نور بندیزونه ولګول

فارس خبری اژانس وایی د امریکا حکومت د فارس خلیج د څنډې له شپږو (۶) عربو هیوادونو سره یوځاې په ګډ اقدام کښې د ایران او له مقاومت ډلو سره د اړونده موسسو او کسانو پرضد نوی بایکاټونه تصویب کړل .

د امریکا خزانې وزارت پرون وویل چې له بحرین ، کویت ، عمان ، قطر ، متحده عربی اماراتو او سعودی عربستان سره یوځاې یې له ایران او مقاومت ډلو سره په اړونده پینځویشت (۲۵) کسانو بایکاټ لګولی دی .

دغه راپور وایی د ترهګرۍ له مالی تامین سره د مقابلې په نوم مرکز چې امریکا او شپږ(۶) عرب  هیوادونه یې غړی دی له ایران او مقاومت ډلو سره پینځویشت (۲۵) اړونده شرکتونه ، بانکونه او حقیقی سړی بایکاټ کړی دی .

د لبنان له حزب الله غورځنګ سره اړونده کسان او موسسې په بایکاټ شویو کسانو کښې شامل دی .

د امریکا د خزانې وزیر سټیو منوچین په تیرې دوشنبې ورځ نیواکی فلسطین ته په سفر کښې د صهیونیسټ رژیم له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو  سره له کتنې وروسته د ایران پرضد د نویو بایکاټونو د لګولو خبرو ورکړی وو .

د امریکا د خارجه وزیر مرستیال ډیویډ شنګر هم پرون وویل چې د راتلونکی میلادی کال په بودجې کښې د ایران له نفوذ سره د مقابلې لپاره په سیمه کښې د امریکا دګټو لپاره شپږ اعشاریه شپږ میلیارډه ډالره بیل شوی دی .

د ایران اسلامی جمهوریت په ځلونو ټینګار کړی دی چې د امریکا استکباری غوښتنو ته به هیڅکله تسلیم نشی .