د امریکا د ولسمشر مواخذه کول له روسیې سره اړه نلری
زمونږ خبریال وایی د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتیر پسکوف پرون وویل د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استیضاح کول له ماسکو سره ارتباط نلری .
هغه وویل روسیه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح په هکله د څه ویلو ګروهنه نلری .
دیمیتیری پسکوف زیاته کړه د امریکا حکومتی مشرانو د ولسمشر ټرمپ د استیضاح په بهیر کښې د روسیې د لاسوهنې د رسواۍ په هکله بیلابیلې قصې کړی دی .
د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتری پسکوف وویل هحه څه چې په امریکا کښې د روسیې په هکله ویل کیږی له حقیقتونو سره هیڅ ارتباط نلری .
د اوکراین ګیټ په نوم د رسوایۍ په هکله د امریکا د ولسی جرګې کانګرس غونډې له پرون څخه پیل شوې .
د امریکا په کانګرس کښې د ډیموکراټ ګوند استازیو د روان میلادی کال په جولاۍ میاشت کښې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکی سره د ولسمشر ټرمپ د ټیلی فونی خبرو په ایشوا کیدا سره د هغه د استیضاح لپاره تحقیقات پیل کړل .