روسیې د ایران په هکله د امریکا دریځ وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86041-روسیې_د_ایران_په_هکله_د_امریکا_دریځ_وغاند
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمنې ماریا زاخارووا د ایران د خلکو د ملاتړ په هکله د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو څرګندونې له دوکې ډکې وبللې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2019 01:50 Asia/Kabul
  • روسیې د ایران په هکله د امریکا دریځ وغاند

ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمنې ماریا زاخارووا د ایران د خلکو د ملاتړ په هکله د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو څرګندونې له دوکې ډکې وبللې .

هغې په ایران کښې د بلواګرو په ملاتړ کښې د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو د دریځ په اړه وویل د امریکا چارواکی له یوې (۱) خوا ادعا کوی چې د ایران د خلکو د ارزوګانو ملاتړ کوی او له بلې خوا د ایران دخلکو د کړاو د زیاتولو لپاره هرکار ترسره کوی .

په ایران کښې د پیټرولو د بیو د اصلاح د پلان په اجرا کیدا سره له تیرې جمعې ورځې راهسې د خلکو سوله ایز اعتراضونه د ځینو لوفرو او بدمعاشانو په ناوړه استفادې سره له لارې ووتل او تاوتریخجن شول .

امریکا په لاسوهونکی بیانیې کښې د ایران پرضد د چټی ادعاګانو په تکرارولو سره د یو(۱) محدود شمیر بلواګرو چې د پیټرولو د بیو د زیاتیدا په پلمه یې د هیواد په څو ښارونو کښې د بې نظمۍ په رامینځته کولو سره عمومی ځایونو ته تاوان ورسوه ملاتړ وکړ .

له بلې خوا د اسلامی ایران خلکو په تیرو څو ورځو کښې په بیلابیلو ښارونو کښې د سترو لاریونونو په ترسره کولو سره د بلواګرو کسانو اقدامات وغندل .

د ایران دخلکو په ملاتړ کښې د امریکا له دوکې ډک سیاست په داسې حال کښې دی چې واشنګټن په تیرو څلویښتو (۴۰) کلونو  کښې د اقتصادی ترهګرۍ په چوکاټ کښې د ایران د  خلکو په ژوند او سلامتیا ګوزار کړی دی .