امریکې په خپلو لاسوهنو سره نړیوال نظم زیانمن کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86057-امریکې_په_خپلو_لاسوهنو_سره_نړیوال_نظم_زیانمن_کړی_دی
د چین د خارجه وزارت ویاند ویلي، امریکې د هیوادونو په کورنیو چارو کښې په څرګندې لاسوهنې سره نړیوال نظم له سخت چیلنج سره مخ کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2019 04:13 Asia/Kabul
  • امریکې په خپلو لاسوهنو سره نړیوال نظم زیانمن کړی دی

د چین د خارجه وزارت ویاند ویلي، امریکې د هیوادونو په کورنیو چارو کښې په څرګندې لاسوهنې سره نړیوال نظم له سخت چیلنج سره مخ کړی دی.

ګنګ شوانګ په دې اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین د څرګندونو په ستاینې سره چې امریکا د بیجنګ او ماسکو د اړیکو د پراختیا مخه نه شي نیولې، ټینګار وکړ چې د دې دواړو هیوادونو ملګرتیاوې به لاپیاوړې شي.

هغه څرګنده کړه: په روانو حالاتو کښې چین او روسیه د دوو سترو قدرتونو په توګه د نړۍ د صلحې او ثبات د ساتنې او د نړیوال عدالت د دفاع په وړاندې یولړ ژمنې لري.

شوانګ زیاته کړه: چین او روسیې خپل سټراټیجک ارتباطات او هراړخیزې ملګرتیاوې پياوړې کړې دي او د څواړخیزپالنې ساتنه به وکړي.