روسیې او چین د اټومی موافقې بیا ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86065-روسیې_او_چین_د_اټومی_موافقې_بیا_ملاتړ_وکړ
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې او د چین د بهرنیو چارو وزیرانو د جاپان په «ناګویا» سیمه کښې د شل (۲۰)ډلې د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په څنګ کښې په یوې (۱) کتنې کښې یوځل بیا د اټومی تړون ملاتړ وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2019 10:53 Asia/Kabul
  • روسیې او چین د اټومی موافقې  بیا ملاتړ وکړ

ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې او د چین د بهرنیو چارو وزیرانو د جاپان په «ناګویا» سیمه کښې د شل (۲۰)ډلې د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په څنګ کښې په یوې (۱) کتنې کښې یوځل بیا د اټومی تړون ملاتړ وکړ .

د روسیې او دچین خارجه وزیرانو سرګی لاوروف او «وانګ یی» په دغه کتنې کښې د ایران د افغانستان د کړکیچ د حل د  بهیر او د کوریا ټاپووزمې د حالاتو په شان د مسائیلو په هکله د دواړو هیوادونو د دریځونو نږدې توب ته اشاره وکړه او د نړیوال سیاست په ډګر کښې د چین او د روسیې  ترمینځ د ملګرتیاو د ژورتیا لپاره د دوه اړخیزه تماسونو په دوام یې ټینګار وکړ .

د روسیې او د چین دبهرنیو چارو وزیرانو د ایران په هکله د ګډو دریځونو په اعلانولو سره یوځل بیا له اټومی تړون په ملاتړ کولو سره له دغه نړیوالې موافقې د امریکا په وتلو نیوکه وکړه .

روسیې او چین دغه راز وویل ماسکو او بیجینګ د کوریا د ټاپووزمې د مسلې په هکله هم یوشان دریځونه لری او د خپل ځان د دفاع لپاره د اقداماتو ترسره کولو ته د شمالی کوریا اصلی  لمسونکی په توګه له جاپان او جنوبی کوریا سره د ګډو پوځی مانورو له ترسره کولو د امریکا د ډډه کولو غوښتونکی دی .

د شل(۲۰) ډلې د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو غونډه له تیرې شپې راهسې د جاپان په ناګویا سیمې کښې پیل شوی او تر دوو (۲) ورځو پورې دوام لری .