ایران د اټومی ژمنو له کمولو پرته بله لاره نلری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86173-ایران_د_اټومی_ژمنو_له_کمولو_پرته_بله_لاره_نلری
فارس خبری اژانس وایی د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګی ریابکوف بیګا د اټومی ژمنو په کمولو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت اقدام ته په اشارې سره وویل ایران د امریکا لخوا د دباو او د کلنګ او د باج اخیستلو په شرایطو کښې د خپلو اټومی ژمنو له سوکه سوکه کمولو پرته بله لاره نلری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2019 02:30 Asia/Kabul
  • ایران د اټومی ژمنو له کمولو پرته بله لاره نلری

فارس خبری اژانس وایی د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګی ریابکوف بیګا د اټومی ژمنو په کمولو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت اقدام ته په اشارې سره وویل ایران د امریکا لخوا د دباو او د کلنګ او د باج اخیستلو په شرایطو کښې د خپلو اټومی ژمنو له سوکه سوکه کمولو پرته بله لاره نلری .

هغه ډاګینه کړه امریکا له اټومی تړون په غیرقانونی ډول وتلو سره نه یوازې سخته او ښکاره خلاف ورزۍ کړی ده بلکې نور هیوادونه هم مجبوروی چې د  ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک ترپښو لاندې کړی .

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګی ریابکوف دغه راز په دې خبرې سره چې ایران له اټومی تړون د امریکا په یواړخیز ډول له وتلووروسته هماغه راز خپلو ژمنو ته پاې بند دی وویل اروپا په بې مسولیتۍ سره په خپلې هیڅ ژمنې عمل نه دی کړی .