د مواخذې لپاره د ټرمپ د تورونو رابرسیده کیدا
د امریکا د کانګرس د قضائی کمیشن مشر جری ناډلر د کانګرس دبیلابیلو کمیټیو د مشرانو په غونډ کې وئیلی دی ،ډونالډټرمپ د اوکراین په د وسیې کې له قدرته د ناوړه استفادې او د کانګرس په کارونو کې په کارړنګونې له دوو تورونو سره مخامخ دی .
بلاخره له میاشتو میاشتو څیړنو او ارزونو وروسته،د امریکا د کانګرس قضائی کمیشن د مواخذې په بهیرکې،ددغه هیواد د ولسمشرډونالډټرمپ تورونه،په رسمی توګه اعلان کړل .
د امریکا د کانګرس د قضائی کمیشن مشرجری ناډلرد کانګرس د بیلابیلوکمیټیو د مشرانو په غونډ کې وئیلی دی ،ډونالډټرمپد اوکراین په د وسیې کې له قدرته د ناوړه استفادې او د کانګرس په کارونو کې په کارړنګونې له دوو تورونو سره مخامخ دی .
له قدرته د ناوړه استفادې په بحث کې،ټرمپ تورن دی،چې د سیاسی استفادې په موخې سره ئې د یوه امریکائی ښاریز په ضد دڅیړنو په بابد یوه غیر قانونی عمل د ترسره کولو لپاره د اوکرایّن هیواد باندې ددباؤ د اچولو لپاره ئې د امریکا د ولسمشر په توګه له اختیاراتو څخه ناسمه استفاده کړې ده.د ټرمپ دحکومت د اوسنیو او پخوانیو یوشمیر چارواکو د دوسیو سندونه او او د هغوی ګواهی ورکول ښئ چې د امریکا ولسمشر پخپل اوکرایّنی همڅنګپه دباؤ اچولو کې د۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د یوه احتمالی کاندید او دپخوانی ولسمشر د مرستیال جوزف بایډن دزوی هانټر بایډن د مالی فساد دنښو نښانو په موندلو پسې دی . ټرمپ تورن دی اوکراین ته ئې د امریکا د کانګرس تصویب شوی پوځی مرستو ورکول درولی وو څو کی یف د امریکا د ولسمشر غوښتنې ته غاړه کیږدی .ډیموکراټانو دغه اقدامات ، له قدرته ناسمه استفاده تعبیر کړی دی.
د روسیې په چارو کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ یوه لوړپوړی سلاکار فیونا هیل د کانګرس د اطلاعاتو کمیشن په څیړنیزې غونډې کې وئیلی دی،د هانټر بایډن په باب د څیړنو لپاره د اوکراین پر ولسمشر ولادیمیر زلنسکی باندې ددباؤ د اچولو لپاره د ټرمپ هڅه،ددواړو هیوادونو دګټو لپاره تاوان لری . .
په عین حال کې په ټرمپ لګیدلی تورونه،یوازېله اوکراین سره د امریکا د اوسنی حکومت چلند ته محدود نه دی .ټرمپ تورن دی چې د څرګندې مواخذې او د څیړنو د غونډو له لارې د حقیقت د کشفونې لپاره د کانګرسد قانونی دندو په اجرا کې کارړنګونې کړی دی .په وروستیو میاشتو کې ټرمپ او د خارجه وزیراو د سپینې ماڼۍ د کارکونکو د کمیټې د مشر پشمول د ټرمپ سلاکارانو په کرتو په رسمی دستورالعملونو کې،د کانګرس د استازو د څیړنو قانونی کیدا نفی کړې ده او د ولسی جرګې په کمیټیو کې ئېد ځینو خبرو کسانو د شتون خنډ شوی دی . تردې چې ټرمپ حاضر نه شو ،د کانګرس د قضائی کمیټې له رسمیغوښتنې سره سره،د اوکراین د دوسیې د ارزونې لپاره ددغې کمیټې په غونډو کې حاضرشی،په داسې حال کې چې له دې مخکې ، ریچرډ نکسن او بیل کلینټن د خپلو مواخذو د ارزونې په وخت د کانګرس غوښتنو ته ګروهنه ښودلې وه .
په هر حال،اوس پر ډونالډټرمپ د وارد شوو تورونو په رسمی اعلانیدا سره به موضوع، د کانګرس په قضائی کمیټې کې رایو ته وړاندې شی او که اکثریّت ئې تائید کړی ،نو د ټرمپ د مواخذې مسوده به .د رای د اخستنې لپاره په کانګرسکې مطرح کړی.لکه څنګه چېددغې مسودې تصویبیدا ،یوازې د پنځوس فی صدی + یوې رای نسبی اکثریت ته اړتیا ولری،په زیات احتمال سره به د رای لازم شمیر یعنیدوه سوه اتلسو رای ترلاسه شی .
اټکل کیږی،څو د کرسمس د رارسیدا په مناسبت د امریکا د کانګرس د ژمی د چټیانو له پیلیدا ترمخکې پورې تصویب شی .په دې توګه۲۰۲۰ کال به په مشرانوجرګې کې د امریکا د دریم ولسمشر په محاکمه کیدا سره پیل شی،یوه داسې پیښه چې ټرمپئې د څنګة کیدا له سیوری د ژغورل کیداپه توګه یادویاو ډیموکراټانوهم دهمدغه کال په وروستیو کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجو ته سترګې نیولی دی .