د تهران او پاکستان ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم د پاکستان یو شمیر ورځپاڼې درسره شریکې کوو .
دا هم د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کې جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپل لومړی مخ ئې لیکلی دی ، داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی چې په ملایشیاکې د اسلامی امت د مشکلاتو او ترینګلتیاؤ دا ارزونې په درې ورځنی کنفرانس کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته تللی،په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،امریکایان د ایران په ضد له لګول شوو بندیزونو له لاس په سر کیدا پرته بله چاره نه لری .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، په ملایشیا کې داسلامی نړۍ د مشکلاتو او دغه راز د اسلامی هیوادونو د مسئولیّت او ویښتیا د ارزونې په باب د دکنفرانس پایلې له ورایه په ښکاره کیدا دی او د امریکا، صهیونیسټی رژیم او ځینو مرتجعو عربو هیوادونو لالهاندی او غوسه ئې راپارولې او ددغې غونډې د ناکامولو لپاره ئې پروپیګنډو ته مخه کړې ده . په تهران کې د اوو هیوادونو د لوړپوړو امنیتی چارواکو په شون سره دسیمه ایز امنیت دخبرو اترو د ټولګې په دوهمې غونډې کې پتیّل شوې ده د افغانستان امنیت او ثبات د در ستې سیمې امنیت اوثبات دی او په دغه هیواد کې د ناکراریو او بې ثباتیو جرړې باید وچې شی .
دامریکا د واشنګټڼ او نیویارک پشمول په ډیرو ښارونو کې په لسګونو زره خلکو د ډونالډټرمپ د مواخذې کیدا په ملاتړ سره ستر لاریونونه کړی دی .
د جرمنی صدراعظمې میرمن آنګلا مرکل یو ځل بیا روښانه کړې ده ، دایران په ضد دا مریکا له بندیزونو سره مخالف یوو .
له سیمې ورآخو الرای الیوم ورځپاڼې پخپل یوه وروستی راپور کې لیکلی دی ، امریکا و سعودی عربستان صهیونیسټی رژیة او ترکیه همدااوس د سورئې د تیلو او ګیسو د څاګانو اوسرچینو د غلاکولو او چور تالان په سر له یوه بل سره سیالیو ته مخه کړې ده ، داپه داسې حال کې دی چې د سورئې ولسی حکومت په ډاګه وئیلی دی ،په دغه هیواد کې د امریکایانو په شمول دځینو خپل سری پوځی شتون غیر قانونی دی اوباید له دغه هیواده ووځی .
دا هم د تهران کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت دلوړې شورا منشی علی شمخانی په تهران کې د اوو هیوادونو د ملی امنیت د سلاکارانو او نورو لوړپوړو امنیتی چارواکو په شتون سره له امنیتی غونډې وروسته په خبری کنفرانس کې وئیلی کله چې دایران په ضد بندیزونه وی نو بیا هیڅ دلیل نشته چې بندیزونو لړۍ ته له پامه پرته بیاهم د سی ایف ټی قواعد او مقرراتو ته ژمن پاتې شو .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی،د اقتصادی ریاضت د پلان پر اجرا دفرانسې د حکومت له بیا بیا ټینګار سره په یووخت پرون یو ځل بیا د فرانسې په میلیونونو خلکو د اقتصادی سیاستونو د دوام او د متقاعد کیدا د قانون د اصلاح په باب د آمانوئل ماکرون دحکومت په پلان په اعتراض کې ستر لاریونونه وکړل .
په داسې حال کې چې په عراق کې سیاسی او امنیتی حالات لازیات ترینګلی شوی ، ددغه هیواد لومړی وزارت دکاندیدانو په باب هم دنظر اختلاف راپورته شوی او په سیاستوالانوا و پارلیمانی استازو کې په دې باب د نظر یو والی نه ښکاری ، تر دې دمه د لومړی وزارت لپاره د کا ندیدانو شمیر لسو کسانو ته رسیدلی دی .
دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې یو ځل بیا د حکومتی او بهرنیو عسکرو په ضد وسلوالې او بمی چاودنې زیاتې شوی دی او دا هم راپورونه رارسیږی ، چې ددغه هیواد دو لسمشرۍ دانتخاباتو د اوو ولایتونو د رایو شمیرنې چې له انتخاباتو راهسې له شمیرنې پاتې وې ،بشپړ شوی البته د نتیجو اعلانیدا ئې لا هم د شکونو په شپول کې دی .
د سورئې په الحسکه او ادلب ولایتونو کې د تکفیری ترهه ګرو په ضد ددغه هیواد دپوځ او مقاومتی ځواک په پاکونکو عملیاتو کې د جنایتکارو ترهه ګرو یو شمیر پټنځایونه او په سترو وسلو سنبال یو شمیر ګاډی تباه شوی دی.
دا هم د تهران ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، په تهران کې د اوو هیوادونو ،یعنی د ایران ، روسیې ،چین، هندوستان، افغانستان، تاجیکستان او ازبکستان د ملی امنیت د سلاکارانو او نورو لوړپوړو امنیتی چارواکو په شتون سره ترسره شوی ،په افغانستان کې د ترهه ګرۍ له بیلابیلو ډولونو سره د هراړخیزې مبارزې او په دغه هیواد کې د امنیت او ثبات د بیرته ستنولو په موضوع تمرکز شوی او پتیّل شوې ده چې باید په ا فغانستان کې د ترهه ګرۍ جرړې او څآنګې معلومې شی او د وچولو هڅه ئې وشی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، د امریکا دفاع وزارت د ترکیې په ضد د پوځی بندیزونو دلګولو لپاره د لوړوپوړو امنیتی کارپیژاندوا و کارپوهانو مهمه پټه غونډه جوړه کړې څو د ترکیې په ضد دبندیزونو پلان ولسمشر ټرمپ ته وړاندې کړائ شی .
د جرمنی د صدراعظمې انګلا مرکل او نورو اورپائی هیوادونو له سختې غوسې سره سره امریکا بیګا په اروپائی اتحادئې کې د روسیې د نفوذ دمخنیوی په پلمې سره خپل ګواښ عملی کړ او د نورډسټریم دوه په نامې سره ئې د ګیسو دپایپ لاین په پروژې کې ښکیل شرکتونه بایکاټ کړل .
په هندوستان کې د مسلمانانو په ضد د نوی تصویب شوی توکمیز قانون په ضد په درست هندوستان او دغه راز په سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونو کې د هندی تعصبی او توکمپال حکومت د وروستۍ فیصلې باندې له سختو اعتراضونو سره سره ددغه هیواد سترې محکمې په یوې فیصل کې وئیلی دی ، دغه قانون هیڅکله هم ختمیږی او باید چې اجرا شی .
د امریکا خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې وئیلی دی ، دغه هیواد په عراق کې خپل ډیپلوماټیک ځواک کموی ، یو داسې اقدام چې د نیوکه کونکو په وینا ، د عراق د حکومت او حالاتو د باثباته کولو په خاطر د واشنګټڼ دهلوځلو کمزوری کونکی دی .
د انګلستان قانون جوړونکو یعنی د پارلیمان استازو د پارلیمان د مشر په توګه یو ځل بیا د کارګر ګوند څخه لینزی هویل ته رایه ورکړې او د پارلیمان د مشر په توګه ئې غوره کړی دی .
د پاکستان لوی څارنوال انور منصور خان پرون په خبری ناستې کې وئیلی دی ، د پاکستان د سترې محکمې له خوا د پانسۍ د حکم د صادریدا په نسبت دپخوانی ولسمشر پرویز مشرف د اعتراض دغوښتنې په باب به حکومت هیڅ اعتراض ونه لری .
د امریکا په کانګرس کې د ډونالډټرمپ د مواخذې د پریکړه لیک له تصویبیدا څو شیبې وروسته سپینې ماڼۍ سخت غبر ګون ښودلی او دا پریکړه لیک ئې د امریکا د تاریخ یو تر ټولو شرمیدلی او بې مقصده مرحله بللې ده .
او س هم راګرځو د پاکستان ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ، البته باید دووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی .
د پاکستان د دنیا اردو ژبې ورځپاڼې پخپلې نننۍ ګڼې کې لیکلی دی ، دپآکستان د پوځ ویندوی جنرال آصف غفور د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ،که هندوستان د تیری کومه تیروتنه وکړی ،نو پښمانه کونکی ځواب به ووینی .
دپاکستان پخوانی ولسمشر او ددغه هیواد پوځ پخوانی قوماندان جنرال پرویز مشرف چې په پوځی دیکتاتور هم مشهور دی ، وئیلی دی ، د هغه په خلاف د دغه هیواد د سترې محکمې دپانسۍ حکم چورلټه بې انصافی ده او په دغې دوسیې کې د هغه رای نه دی آوریدل شوی . هغه په زغرده وئیلی دی ، دی پاکستانی دی او هیڅکله هم د خپلې خاورې اواساسی قانونی خلاف ورزی او غداری نه کوی .
دپاکستان لومړی وزیر عمران خان وئیلی دی،په هندوستان کې توکمیزې پرګنې او نظرئې بیا سر راپورته کوی .
د پاکستان د لومړی وزیر د اطلاعاتی چارو سلاکارې فردوس عاشقاعوان وئیلی دی،پاکستان د افغان کډوالو له څلویښتو کلونو راهسې کوربتوب کوی او غواړیافغان کډوال پخپلې خوښې خپل کور ته وګرځی .
دا هم د پاکستان جنګ ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټی سایټ کې ئې لیکلی دی،د پاکستان په بلوچستان صوبې کې د بولان ضلعې په ډهاډر سیمې کې د ګیسو دپایپ لاین چې څو ورځې مخکې ناپیژاندو کسانو الوزولی ؤ د بیا رغاونې چارې هماغه راز دوام لری .دا په داسې حال کې دی چېدپاکستان بیلابیلې سیمې د ګیسو له کمښته کړیږی او له دغې مسئلې وروسته یو ځل بیا د ډیرو سیمو ګیسغوڅ شوی دی .دپاکستانحکومت د دغه هیواد د ولس لپاره د ګیس دکمښت د پوره کولو لپاره له قطرسرهیوشمی تړونونه هم کړی چې هیڅکله هم ددغه پرنفوسه هیواد پاکستان د خلکو اړتیا د پوره کولو وس نه لر ی .
د کراچۍ په ستر ښار کې په ګڼه ګوڼه بازار صدر کې د زیب النساء مشهور سړک باندې په یوې ودانۍ کې دسخت اوور لګیدو له امله په کروړونو روپۍ تاوانونه اوښتی دی،البته وئیل کیږی چې د اوور وژنې ادارې دغه اوور له څو ساعتونو وروسته کنټرول کړی دی .
ګلوبل الائنس آن هیلت اینډ پولیوشن موسسې راپو رورکړی ،په ۲۰۱۷کال کې د هواد ډیرې زیاتې ککړتیا له امله په درستې نړۍ کې درې اتیا لاکه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی ، چې په دغو قربانیانو کې یوازې په هندوستان کې درویشت لکه او پنځوس زره کسان او په چین کې اتلس لکه کسان او دغه راز په نیجریا کې د هوا د ککړتیا له امله په دغه کال کې وه لکه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
د امریکا ټیپلایډ خپرونې راپور ورکړی دی ، د امریکا په ټیکساس ایالت کې د یوه بانک مامور په تیروتنې سره د یوې میرمنې په حساب کې د بل چا په لاکونو ډالر جمع کړی دی . وئیل کیږی ، د ټیکساس ایالت یوې میرمنې رت بالون کله د شنبې په ورځې د خپل بانک حساب وکوت، نو په هغه حساب کې اضافی پیسې یعنی درې کروړه او اویا لاکه امریکائی ډالر اچول شوی وو . خو یوه ورځ وروسته د نوموړی خصوصی بانک له خوا ورته ټیلیفون وشو چې په تیروتنې سره ستاسو اکاؤنټ کې دغه پیسې اچول شوی دی او بیرته ئې ترې ویستلې .