د وحشی صهیونیسټیانو په جنایتونو دغورلپاره دهیګ نړیوالې محکمې فیصله
د ملګرو ملتود انسانی حقوقو شورا څو ځله د فلسطنییانو په ضد دبشری حقوقو دپراخو خلاف ورزیو په دلیل داسرائیلو جنایتونه محکوم کړی دی
د فلسطینیانو په ضد دصهیونیسټی رژیم غیرانسانی او غیرقانونی اقدامات،په کرتو د بشری حقوقو د اورګانونو او نړیوالو موسسو او ادارو له محکومیّت سره مخاخ شوی دی .
په دې باب د هیګ د نړیوالې محکمې لوی څارنوال فاتو بنسوډا وئیلی دی ، نیّت لری ، په فلسطینیو ټاټوبو کې د صهیونیسټ رژیم د جنګی جنایتونو په باب څیړنه وکړی .
بنسوډا د دسمبر په شلمه نیټه په غزې تړانګې او لویدیځی غاړې کې د صهیونیسټی رژیم د جنګی جنایتونو په زمینې کې د څیړنو لپاره د دغې محکمې دهڅې خبر ورکړی او وئیلی ئې دی ، په لویدیځی غاړې او ختیځ قدس کې جنګی جنایتونه شوی دی ، دغې موضوع ته د هیګ د نړیوالې محکمې دنګل ،د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو دپنځه کلنې غوښتنې نتیجه ده . فلسظینیانو د هیګ د نړیوالې محکمې د اقدام هرکلی کړی دی .
صهیونیسټ رژیم په تیرو څو کلونو کې د سپینې مانۍ په ملاتړ سره د فلسطینیانو په ضد په تیره بیا په غزې تړانګې کې خپل جنایتونه زیات کړی دی .دا سیمه چې ډیر زیات نفوس لری ، له ۲۰۰۶کال راهسې وحشی صهیونیسټی رژیم د مځکې،هوا او سمندرله لارې کلابند کړې او اوسیدونکی ئې له ډیرو زیاتو مشکلاتو سره مخامخ کړی دی .
په غزې تړانګې،په تیره بیا په ۲۰۰۸کال ، ۲۰۱۲کال او په ۲۰۱۴کال کې په غزې تړانګې د اسرائیلو په ډیرو زیاتوحملوکې هم د بیرته ستنیدا د حق په نامې سره د فلسطینیانو دوامدارولاریونونو په بهیر کې په دغو جنایتونو کې تردې دمه په زرګونو فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوی دی.دا موضوع د نړیوالو د پراخو اعتراضونو لامل شوې ده، په دې ډول چې اسرائیلو ته ئې د ماشوم وژونکی لقب ورکړی دی .
د ملګرو ملتود انسانی حقوقو شورا څو ځله د فلسطنییانو په ضد دبشری حقوقو دپراخو خلاف ورزیو په دلیل داسرائیلو جنایتونه محکوم کړی دی، په عین حال کې امریکا له صهیونیسټ رژیمه ښکاره دفاع ته مخه کړې او په دغو درستو جنایتونو او غیر انسانی اقداماتو ئې سترګې پټې کړی او مدعی شویؤ، اسرائیل یوه داسې ډیموکراسی لری چې د بشری حقوقو ملاتړی او اجرا کونکی ده .دا یو داسې ستر دروغ دی،چې واشنګټن د صهیونیسټ رژیم د بې قید او شرطه ملاتړ لپاره مطرح کړی دی .
د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو د هیګ د نړیوالې محکمې د غور کولو اعلان،ددغه رژیم لوړپوړی چارواکی اندیښمن کړی دی او دریځ نیونې ته اړ کړی دی .د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو په دې چارې غبرګون ښودلی او وئیلی ئې دی،د هیګ نړیواله محکمه دا حق نه لری،چې په فلسطنیو سیمو کې څیړنې وکړی .دا څیړنېبه د تل ابیب په ضد په یوه سیاسی آوزار بدلې شی .
امریکا چې ځاند نړۍ یو پولیس مین ګڼی،دا خیال کوی،چې د اسرائیلو له انسانی ضد اقداماتو څخه دملاتړ په زمینې کېهر ډول اقدامات کولی شی،په دې زمینې کې هم و اشنګټن د هغو په ګټه دریځ ته مخه کړې ده . د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو په خپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دی،اسرائیل د هیګ د نړیوالې محکمې غړی نه دی، مونږپه بشپړ ډول له دغو غیر قانونی څیړنو سره چې اسرائیل ئې په ناعادلانه ډول په نښه کړی،مخالف یوو .د ټرمپ دحکومت له پلوی دریځ سره سره په عین حال کې د صهونیسټ رژیم له غیرانسانی او غیرقانونی اقداماتو سره د نړۍ یو موټی مخالفت چې د اسرائیلو په جنایتونو د غورلپاره ئې د هیګ د نړیوالې محکمې په فیصلې کې ورایښت موندلی،د اسرائیلو او دهغې د ملاتړی یعنی امریکا د مخ په وده انزوا نښه ده .
تمه کیږی،چې د صهیونیسټانو د جنایتونو په باب د هیګ دنړیوالې محکمې د څیړنو په پیلیدو سره، واشنګټن ددغو څیړنو د درولو لپاره او هم ددغې محکمې پر غړو په تیره بیا،دهیګ دنړیوالې محکمې پرلوی څارنوال فاتو بنسوډا د دباؤ د اچولولپاره له مختلفو آوزارونو څخه د واشنګټناستفاده وکړی .