د شپې ډوډۍ نه خوړل څه تاوانونه لری ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86755-د_شپې_ډوډۍ_نه_خوړل_څه_تاوانونه_لری
زمونږ خبریال وایی اکثره وختونه هغه کسان چې خوراکی رژیم یعنی ډایټینګ (Dieting)کوی د شپې ډوډۍ په دې فکر سره نه خوری چې د شپې ډوډۍ خوړل هیڅ اهمیت نلری یا له کلوریز څخه د بچ کیدا لپاره د شپې ډوډۍ خوړل پریږدی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2019 10:57 Asia/Kabul
  • د شپې ډوډۍ نه خوړل څه تاوانونه لری ؟

زمونږ خبریال وایی اکثره وختونه هغه کسان چې خوراکی رژیم یعنی ډایټینګ (Dieting)کوی د شپې ډوډۍ په دې فکر سره نه خوری چې د شپې ډوډۍ خوړل هیڅ اهمیت نلری یا له کلوریز څخه د بچ کیدا لپاره د شپې ډوډۍ خوړل پریږدی .

که چیرې تاسو هم د شپې ډوډۍ نه خورئ نو د دغه راپور په لوستلو سره خپل عادت بدل کړئ .

د خواړو د چارو کارپیژاندی وایی د شپې د ډوډۍ د خوړلو له ګټې هیڅوک انکار نشی کولای .

که چیرې تاسو غواړئ چې وزن مو کم شی بیا هم د شپې ډوډۍ خوړل ضروری دی .

د وزن د کمولو لپاره هیڅکله د ډوډۍ پریښودل عاقلانه کار نه دی .

په تیره بیا دا چې د ډوډۍ د خوړلو په وجه تاسو د شپې په وخت ویښ هم پاتې کیدلای شی چې په وزن کښې د کموالی پرځاې د وزن د زیاتیدا سبب کیږی .

د شپې په وخت د ډوډۍ د نه خوړلو تاوانونه :-

د شپې په مهال د ډوډۍ نه خوړلو له کبله د شپې په وخت سړی وږی کیږی چې له کبله یې تاسو د سهار په وخت په ناشتې کښې زیات شیان خورئ.

د شپې په وخت د ډوډۍ د نه خوړلو له کبله انسان د خواږو شیانو خوړلو ته زړه کیږی چې له کبله یې د وزن د کمیدا پرځاې وزن زیاتیږی .

له ډوډۍ خوړلو پرته د انسان د بدن د شوګر یعنی د خواږو سویه او د وینې دباو کمیږی چې له کبله یې جسم ته تاوان رسیږی .

د شپې د ډوډۍ نه خوړلو له کبله تر سهار پورې له لسو (۱۰) تر دولسو (۱۲) ساعتونو پورې د وقفې  په وجه د انسان بدن له بدهضمۍ سره مخ کیږی او معدې په کارندوالی هم اغیز لری .

د وزن دکمولو مینه وال د شپې په مهال څه وخوری ؟

هغه کسان چې غواړی وزن یې کم شی د شپې په مهال د ډوډۍ د نه خوړلو پرځاې لاندې خواړه خوړلی شی .

د دغه کم کلوریز خواړو د خوړلو له کبله د تاسو د وزن د زیاتیدا پرځاې صحت ښه کیږی او خوب به مو هم ښه شی .

()

یشیدلی الوګان او پنیر ټوټې ټوټې کړئ او ورسره د سبزیو یخنۍ استعمال کړئ .

()

د شپې په وخت په یوې (۱) پیالې  کښې غټې وریژې یعنی ډنډرکۍ او یا پلاو واخلئ او ورسره ماستې هم استعمال کړئ .

()

د شپې ډوډۍ له ویده کید دوه (۲) یا څلور(۴) ساعته مخکې وخورئ .

()

د شپې په وخت له سرو کړیو شیانو خوړلو ډډه وکړئ او دغه راز سبزۍ او  سوپ وغیره  وخورئ .