شیخ زکزاکی د اسلامی نړۍ د وحدت هڅه کوی
زمونږ خبریال وایی د اهل بیت علیه السلام د نړیوالې ټولنې مشر حجت الاسلام رضا رمضانی نن د زاریا(Zaria ) د غمیزې د څلورمې (۴) کلیزې په مناسبت په خبری کانفرنس کښې وویل د نایجریا د اسلامی غورځنګ مشر شیخ ابراهیم زکزاکی د اسلامۍ نړۍ د وحدت هڅه کوی .
هغه وویل شیخ زکزاکی د اسلامی فرقو ترمینځ د تفرقې مخالف او د تعامل لپاره په خبرو اترو باور لری .
د اهل بیت علیه السلام د نړیوالې ټولنې مشر حجت الاسلام رضا رمضانی د نایجریا د اسلامی غورځنګ دمشر علمی مقام ته په اشارې سره وویل شیخ زکزاکی د هیواد په قوانینو باور لری او هغه موسسې چې د هغه تر څارنې لاندې فعالیت کوی له یتیمانو او بې وزله خلکو سره مرستې کوی .
د نایجریا د اسلامی غورځنګ مشر شیخ زکزاکی او د هغه میرمنه د ۲۰۱۵ میلادی کال د دسمبر د میاشتې په دیارلسمه (۱۳) نیټه په زاریا ښار کښې په یوې(۱) امامباړې د حکومتی عسکرو په حملې کښې ژوبل شوی وو .
د نایجریا د حکومتی عسکرو په دغه برید کښې د شیخ زکزاکی د دریو (۳) زامنو په شمول په سلګونو کسان هم شهیدان شوی وو .
د نایجریا خلکو په ځلونو د هیواد په بیلابیلو ښارونو کښې په مظاهرو سره د شیخ زکزاکی د خوشی کیدا غوښتنه کړی ده خو امنیتی ځواکونو هر ځل دغه مظاهرې په سخته ځپلی دی .