دشیخ ابراهیم زکزاکی جسمانی وضعیّت اندیښمنونکی دی
دشیخ ابراهیم زکزاکی جسمانی وضعیّت اندیښمنونکی دی
په لندن کې د اسلامی بشری حقوقو دکمیشن مسئول مسعود شجره چې د شیخ ابراهیم زکزاکی او دهغه دماندنې د وضعیّت په با اطلاعات لری ، وئیلی دی ، هغو سختو دباؤنو ته په پام سره چې د نیجریه حکومت او پوځ د شیخ زکزاکی په خلاف اعمال کړی ، او هماغه راز دوام ورکوی ، د شیخ زکزاکی او دهغه دماندنې دخوشی کیدا احتمال ډیر کم دی .
زمونږ خبریال راپور راکړ د نیجریه د اسلامی غورځنګ ددفتر په پرونۍ اعلامیې کې وئیل شوی دی ، حکومتی زندان ته د شیخ ابراهیم الزکزاکی او دهغه د ماندنې میرمن مالیما زینب دمنتقلولو د یویشت ورځو په تیریدا سره د دوی روغتیائی حالت هماغه راز ډیر خراب دی او په عین حال کې د درملو او ډاکټر په شان تر ټولو لومړنیو ضرورتونو ته د دوی لاس رسی ډیر زیات محدود شوی دی .
په لندن کې د اسلامی بشری حقوقو دکمیشن مسئول مسعود شجره چې د شیخ ابراهیم زکزاکی او دهغه دماندنې د وضعیّت په با اطلاعات لری ، وئیلی دی ، هغو سختو دباؤنو ته په پام سره چې د نیجریه حکومت او پوځ د شیخ زکزاکی په خلاف اعمال کړی ، او هماغه راز دوام ورکوی ، د شیخ زکزاکی او دهغه دماندنې دخوشی کیدا احتمال ډیر کم دی .
هغه شیخ ابراهیم او دهغه دماندنې د روغتیائی حالت د خرابیدو په باب په خبرداری ورکولو سره وئیلی دی ،له شیخ زکزاکی او دهغه له ما ندنې سره د نیجریه د حکومت او پوځ چلند د دوی دخوشی کیدا لپاره د نیجریائی واکوالانو د نه ګروهمنیدا ښودنه کوی او هغه د کادونا ایالت مرکزی زندان ته چې د بندیانو د سلامتیا لپاره د اړتیاوړ اساسی امکانات هم نه لری ، او د افریقا یو تر ټولو خطرناک زندان شمیرل کیږی ،منتقل کړائ شوی دی .