د حضرت زینب کبری سلام(س) نیکمرغه زوکړه دې پر ټولومبارک وي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86940-د_حضرت_زینب_کبری_سلام(س)_نیکمرغه_زوکړه_دې_پر_ټولومبارک_وي
د تهران ریډیو د درست کارکونکی،ددغې پاکې او شجاع بی بی حضرت زینب کبری سلام ا.. علیها د نیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت درته د زړه له کومې مبارکی وائی . او پر محمد و آل محمد هم درود او سلام لیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2020 01:10 Asia/Kabul
  • د حضرت زینب کبری  سلام(س) نیکمرغه زوکړه دې پر ټولومبارک وي

د تهران ریډیو د درست کارکونکی،ددغې پاکې او شجاع بی بی حضرت زینب کبری سلام ا.. علیها د نیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت درته د زړه له کومې مبارکی وائی . او پر محمد و آل محمد هم درود او سلام لیږی .

دوستانو نن د  کربلا د حماسې د یوې سردارې حضرت زینب کبری  سلام ا... علیها  د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده .هماغه مومنه او تقواداره بی بی  چې  د  د خپلوترټولو خوږو او د کورنۍ د لویانو  دشهادت په وړاندې ، ئې یوازې صبر، زغم او استقامت نندارې ته وړاندې کړ. هغې چې په علم او تقوا او پوهې کې  ئې ډیر شهرت درلود،او نامه ئې د اسلام د تاریخ  په ډیرو مهمو پیښو کې  له ورایه ښکاری .حضرت زینب کبری د رسالت او امامت او د عصمت په  لمن کې روزل شوی وه د هغې بې بی نیکۀ بزرګوارحضرت محمد مصطفی(ص)،د هغې بزرګوارپلارحضرت امام علی علیه السلام،د هغې مور بزرګواره او د یوه کامل انسان غوره بیلګه  حضرت فاطمةالزهرا سلام  ا....علیها په لمن کې روزل شوی  او د استقامت او صبر  او غوره خطبو ویونکی  ده .او حضرت زینب بی بی،د وحی د وړانګو په سیوری  او د ولایت  د لمر او د عصمت د لمن په سیوری کې روزل او تربیّت شوی  ،او د پنځون د غوره عالمانو د پوهې په لمن کې  د هغې شجره طیّبه (پاکې شجرې)وده کړې ده .

د تهران ریډیو د درست کارکونکی،ددغې پاکې او شجاع بی بی حضرت زینب کبری  سلام ا.. علیها د نیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت درته  د زړه له کومې مبارکی وائی . او پر محمد و آل محمد هم درود او سلام لیږی .