د حضرت زینب کبری سلام(س) نیکمرغه زوکړه دې پر ټولو مبارک وي
د حضرت زینب کبری سلام(س) نیکمرغه زوکړه دې پر ټولومبارک وي
د تهران ریډیو د درست کارکونکی،ددغې پاکې او شجاع بی بی حضرت زینب کبری سلام ا.. علیها د نیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت درته د زړه له کومې مبارکی وائی . او پر محمد و آل محمد هم درود او سلام لیږی .
دوستانو نن د کربلا د حماسې د یوې سردارې حضرت زینب کبری سلام ا... علیها د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده .هماغه مومنه او تقواداره بی بی چې د د خپلوترټولو خوږو او د کورنۍ د لویانو دشهادت په وړاندې ، ئې یوازې صبر، زغم او استقامت نندارې ته وړاندې کړ. هغې چې په علم او تقوا او پوهې کې ئې ډیر شهرت درلود،او نامه ئې د اسلام د تاریخ په ډیرو مهمو پیښو کې له ورایه ښکاری .حضرت زینب کبری د رسالت او امامت او د عصمت په لمن کې روزل شوی وه د هغې بې بی نیکۀ بزرګوارحضرت محمد مصطفی(ص)،د هغې بزرګوارپلارحضرت امام علی علیه السلام،د هغې مور بزرګواره او د یوه کامل انسان غوره بیلګه حضرت فاطمةالزهرا سلام ا....علیها په لمن کې روزل شوی او د استقامت او صبر او غوره خطبو ویونکی ده .او حضرت زینب بی بی،د وحی د وړانګو په سیوری او د ولایت د لمر او د عصمت د لمن په سیوری کې روزل او تربیّت شوی ،او د پنځون د غوره عالمانو د پوهې په لمن کې د هغې شجره طیّبه (پاکې شجرې)وده کړې ده .
د تهران ریډیو د درست کارکونکی،ددغې پاکې او شجاع بی بی حضرت زینب کبری سلام ا.. علیها د نیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت درته د زړه له کومې مبارکی وائی . او پر محمد و آل محمد هم درود او سلام لیږی .