د هندوستان خلکو د ښاریزتوب د نوي قانون خلاف مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87264-د_هندوستان_خلکو_د_ښاریزتوب_د_نوي_قانون_خلاف_مظاهرې_وکړې
څه باندې یو لاک هندي معترضانو د حکومت ضده شعارونو په ورکولو سره د دغه هیواد د ښاریزتوب د نوي قانون (مذهبي توکمپالنې) د سمدستي ختمیدو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 14, 2020 04:07 Asia/Kabul
  • د هندوستان خلکو د ښاریزتوب د نوي قانون خلاف مظاهرې وکړې

څه باندې یو لاک هندي معترضانو د حکومت ضده شعارونو په ورکولو سره د دغه هیواد د ښاریزتوب د نوي قانون (مذهبي توکمپالنې) د سمدستي ختمیدو غوښتنه وکړه.

تسنیم خبري آژانس خبر ورکړی چې په هندوستان کښې په تابعیت د غور کونې د قانون له تصویبیدو کابو د یوې میاشتې له تیریدو سره سره چې له مخې یې غیرهندي ښاریز که مسلمانان نه وي نو د دغه هیواد تابعیت ترلاسه کولی شي، د هندوستان د حکومت خلاف اعتراضونه هم هغه شان دوام لري.

په دې لړ کښې د مسلمانانو په شمول څه باندې یو لاک هندوستانیانو د نوې ډیلي په شاهین پارک کښې په راغونډیدو سره د نریندر مودي د حکومت خلاف شعارونه ورکړل.

په دغو مظاهرو کښې ګډونوالو وویل چې د هندوستان دغه نوی قانون د دې هیواد د مسلمانانو څنډې ته کول دي او دا کار هیڅوک نه مني.

معترضانو ټینګار وکړ چې د نوې ډیلي حکومت بې د دغه قانون له لغوه کولو بله لار نه لري او ترڅو یې چې دا قانون نه وي ختم کړی تر هغې به اعتراضونه دوام ولري.

د مسلمانانو خلاف د ښاریزتوب د ورکړې لایحه چې اوس په قانون بدله شوې ده، هغو کډوالو ته چې د بنګله دیش، پاکستان او افغانستان په شان د هند له ګاونډي هیوادونو څخه دغه هیواد ته په ورتیښته مجبور شوې دي او له کلونو راهیسې په دغه هیواد کښې اوسیږي د تابعیت او ښاریزتوب حق ورکوي خو مسلمانان په کښې نه شاملیږي.