د سپین خولیو ډله کیمیاوي وسلې کاروي
مهر خبري اژانس وايي په سوریې کښې د روسیې د ملي پخلاینې د مرکز مشر یوري بورینکوف په سوریې کښې له زهرجنو موادو د استفادې لپاره د سپین خولیو په نوم د ترهګرې ډلې دغړیو د نویو اقداماتو خبر ورکړ .
هغه وویل د سپینو خولیو موسسې غړي په کلورین ګازونو سره د سوریې په ادلب ولایت کښې اریحا، مسیرین او معره او په حلب ولایت کښې کفر حمرا سیمې ته رسیدلي دي .
یوري بورینکوف په دې خبرې سره چې د سوریې د ادلب ولایت د زهرجنګو موادو د ازمیښت ځایونو کارکونکو په اروپا کښې روزنه کړي ده وویل د سپین خولیو موسسې غړي یوځل بیا له زهرجنو موادو د استفادې نیت لري او له دغه اقدام څخه د هغوې هدف له کیمیاوي وسلو په استفادې د سوریې د چارواکو تورنول دي .
د سپین خولیو په نوم ډله د دوه زره دیارلسم (۲۰۱۳) میلادي کال په مارچ میاشت کښې د امریکا او د بریتانیا په مالي مرستو سره په ترکیې کښې جوړه شوي ده .
په ازادو شویو سیمو کښې د سوریې د پوځ لاس ته ورغلي سندونه د دې ښودنه کوي چې د سپین خولیو ډلې غړي د ترهګرو ډلو غړي دي او هغوې د جبهه النصره ترهګرې ډلې لخوا د ملکي خلکو پرضد د کیمیاوي وسلو د کارولو زمینه برابره کړي ده .
امریکا او یوشمیر نورو لویدیځو هیوادونو تل هڅه کړي ده چې په سوریې کښې د ترهګرو لخوا د ترسره شویو کیمیاوي بریدونو مسول د دمشق حکومت معرفي کړي چې له دې لارې په دغه هیواد د پوځي حملې لپاره یوه (۱) پلمه په لاس کښې ولري .