رخسار د محمد صلی الله علیه و آله وسلم
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87712-رخسار_د_محمد_صلی_الله_علیه_و_آله_وسلم
د غزل بابا د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم په صفت کښې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2020 09:36 Asia/Kabul
  • رخسار د محمد صلی الله علیه و آله وسلم

د غزل بابا د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم په صفت کښې

رخسار د محمد صلی الله علیه و آله وسلم

شادابه تر قیامته دی ګلزار د محمد صلی الله علیه و آله وسلم

تفسیر د والضحی دی سپین رخسار د محمد صلی الله علیه و آله وسلم

موسوم شو په طه او په یسن او په لولاک

سر خم یې په قدم شول عرس کرسی لوح او افلاک

مثبت دی دواللیل د زلفو تار د محمد(ص)

تفسیر د والضحی دی سپین رخسار د محمد(ص)

حضرت چې د سپین مخ نه کړ اوچت شال د یسین

ذرې د کاینات یې رنګینه شوې له جبین

شامل له عناصرو شول انوار د محمد(ص)

تفسیر د والضحی دی سپین رخسار د محمد(ص)

یو شپه لیلة القدر یې کړ عطا ورته اعزاز

تر واړو انبیاو مو حضرت شولو ممتاز

الله خپله رضا کړله کردار د محمد(ص)

تفسیر د والضحی دی سپین رخسار د محمد(ص)

حمزه سر د نیاز یې لره تل په در کې خم

حضرت ته وسیله چې بې نوا کړې نشته غم

غم خو ر دې د امت آل اطهار د محمد(ص)

تفسیر د والضحی دی سپین رخسار د محمد(ص)