د سوریې عسکرو له ترهګرو دوه کلي ازاد کړل
فارس خبري اژانس وايي د سوریې پوځیان پرون په ادلب ولایت کښې د خپلو پرمختګونو په دوام کښې بریالي شول «تل کراتین» او« محاریم »کلي له ترهګرو ازاد کړي .
د سوریې سرچینو وویل حکومتي عسکرو د دغو دوو (۲) کلیو له ازادولو وروسته د ادلب ولایت په ریف شرقي سیمه کښې د ترهګرو ډلو د ماتي خوړلیو غړیو تعقیبول هم پیل کړي دي .
د تل کراتین او د محاریم کلیو د ازادولو لپاره د سوریې د پوځ د عملیاتو په بهیر کښې په لسګونو ټروریسټان هلاک شوي دي .
د سوریې پوځ په تیرو څو ورځو کښې بریال شوی د ادلب ولایت په جنوب او ختیځ کښې څو سیمې د ترهګرو له نیواک څخه ازادې کړي .
ادلب ولایت په سوریې کښې د ترهګرو ډلو اخري اډه ده .
په سوریې او دغه راز په عراق او نورو هیوادونو کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې وسله والې ، مالي او استخباراتي مرستې سعودي عربستان ، متحده عربي امارات، امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، اردن، بحرین ، کویت او ځینې نور عرب هیوادونه کوي .