ایران تر دباو لاندې هیڅ فیصله نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87891-ایران_تر_دباو_لاندې_هیڅ_فیصله_نه_کوي
العالم ټيلي ويژن راپور ورکړ د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر علي اکبر صالحي بیګا د اسټریا هیواد په پلازمینې ویانا کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائل ګروسي سره له کتنې وروسته د دغه اژانس په بې طرفه کړچار باندې ټینګار سره وویل ایران تر دباو لاندې فیصله نه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 12, 2020 02:09 Asia/Kabul
  • ایران تر دباو لاندې هیڅ فیصله نه کوي

العالم ټيلي ويژن راپور ورکړ د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر علي اکبر صالحي بیګا د اسټریا هیواد په پلازمینې ویانا کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائل ګروسي سره له کتنې وروسته د دغه اژانس په بې طرفه کړچار باندې ټینګار سره وویل ایران تر دباو لاندې فیصله نه کوي .

علي اکبر صالحي په دې خبرې سره چې ما د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائل ګروسي سره په کتنې کښې ویلي دي چې ایران د خبرو اترو او د منطق خاوند دی ډاګینه کړه اټومي اژانس باید په دې ډول عمل وکړي چې په خپلو فیصلو کښې سیاسي اړخ نیونه ونلري .

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر علی اکبر صالحي  پرون دغه راز له خپل فرانسوي همڅنګ فرانسوا ژاک  سره په کتنې کښې په اټومي تړون کښې خپلو ژمنو ته د اروپايي لوروپه ناپاې بندۍ نیوکه وکړه او ویې ویل د موجودو شرایطو دوام د هیڅ هیواد په ګټه نه دی .