د سوریې په ادلب کښې اوربند امکان نلري
المیادین خبري سایټ راپور ورکړ په ملګروملتونو کښې د سوریې استازي بشار الجعفري وویل په اوسنیو شرایطو کښې په ادلب ولایت کښې د اوربند ټینګیدل امکان نلري .
هغه وویل سیاسي سیالۍ په پوځي تاوتریخوالي بدلې شوي دي او حاضردمه په ادلب ولایت کښې د اوربند د ټینګیدا امکان نشته .
الجعفري وویل امریکا او لویدیځ هیوادونه غواړي ترکیه د هغو حسابونو په دلیل چې له روسیې سره یې لري په سوریې کښې ښکیله کړي .
د سوریې د ادلب ولایت د امنه سیمې حالات په تیرو اونیو کښې د ترهګرو ډلو د خوځښتونو او له دغه سیمې څخه په نورو سیمو د ټروریسټانو د حملو په وجه کړکیچن شوي دي .
د سوریې ادلب ولایت ته د ترکیې د عسکرو ورتلو حالات نور هم پسې خراب کړي دي .
ترکیه له امریکا، انګلستان ، فرانسې ، متحده عربي امارات ،سعودي عربستان ، اردن ، بحرین ،اسرائیلو وغیره سره یوځاې په سوریې ، عراق ، لیبیا او نورو ډیرو هیوادونو کښې د ترهګرو ډله ستره ملاتړي ده .