ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ ورځپاڼو ځینې مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
نن د تهران چاپ زیاتره ورځپاڼو د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) د راتلونکو انتخاباتو موضوع ته پراخ انعکاس ورکړی دی کوم چې ټاکل شوې د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره شي. نن سبا د اسلامي شورا د استازیتوب لپاره د کاندیدانو تبلیغاتي سیالۍ روانې دي.
پرون د اسلامي انقلاب معظم رهبر هم یوځل بیا په انتخاباتو کښې د خلکو په پراخ ګډون او د خپلو رایو په کارولو ټینګار وکړ.
له تهرانه چاپیدونکو ورځپاڼو د حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د دغې وینا په هکله په مختلفو سرټکیو سره خبرونه چاپ کړې دي او د معظم رهبر له قوله یې لیکلې دي: په انتخاباتو کښې ګډون یوه شرعي او ملي دنده ده.
خراسان ورځپاڼې د دې خبر په سر د معظم رهبر له خولې لیکلې دي: پیاوړی ایران، په پياوړي پارلیمان سره.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علي خامنه اي پرون د اذربایجان شرقي له زرګونو خلکو سره په کتنې کښې په دې خبرې باندې په ټینګار سره چې د دوستانو او د دښمانانو سترګې د فرورۍ د میاشتې د یویشتمې (۲۱) نیټې انتخاباتو ته دي، زیاته کړه: د دښمانانو د ناهیلې کیدا یوازنۍ لاره د ایران قوي کیدل دي او د پياوړي ایران یو مصداق قوي پارلمان دی، داسې پارلمان چې وتوانیږي د ضروري قوانینو په تصویبولو او ښې لارې ته د حکومتونو په هدایتولو سره هیواد ته خوندیتوب وربخښي.
معظم رهبر په انتخاباتو کښې انقلابي ګډون ته له ګروهنې څخه د ایران د خلکو د پښیمانه کولو لپاره د انګلستان یوې فارسي ژبې رسنۍ ته د سیمې د یو دښمن هیواد لخوا د تیلو د زیاتو ډالرو د ورکولو په هکله راپور ته په اشارې سره وویل: دغه راپور د دې ښودنه کوي چې د انتخاباتو کیفیت او څرنګوالی تر کومه حده مهم دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د تهران چاپ رویش ملت ورځپاڼې د ایران د دفاع وزیر څرګندونو ته انعکاس ورکړی او لیکلې یې دي: زمونږ ۹۰ فیصده دفاعي تجهیزات کورنی تولید دی.
خبر زیاتوي چې د ایران دفاع وزیر جنرال امیرحاتمي زیاته کړه د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه مخکې په ایران کې ټول ټال ۳۱ پوځی محصولات تولیدیدل خو اوس په ایران کې د داخلی ماهرانو په وسیله ۷۷۰ محصولات تولیدیږی .
د اسلامی ایران دفاع وزیر همداراز په عراق کې د امریکا په عین الاسد پوځی اډې د ایران د توغندوی حملې په یادولو او د امریکایانو د غرور او هیبت ماتولو ته په اشارې سره وویل اسلامی ایران په دغې سختې څپیړې سره امریکایانو لپاره خپل توغندوي توان ثابت کړ.
*/*/*/*/*/*/*/*/*
اوس د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ګورو او ځینو بهرنیو خبرونو ته یې یوه ځغلنده کتنه کوو چې په دا ډول دي:
د سوریې ولسمشر بشارالاسد په حلب ولایت کښې د پوځ د پام وړ بریاؤ په مبارکۍ سره وویل چې له ټولو جنجال جوړونو سره سره به په ترهګرو باندې د شام د پوځ او خلکو تر بشپړې بریا پورې جګړه او مقابله جاري وي.
د امریکې د روان ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو انتخاباتو کاندید برني سنډرز په خپل هیواد باندې د واکمن نظام په (فاسد) بللو سره، ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ستر دروغجن او د امریکې ترټولو خطرناک ولسمشر معرفي کړ.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بیا وايي چې امریکا په سایبري فضا کښې په ترټولو ستر جاسوس او د هیکرانو په امپراطور بدله شوې ده.
کیهان هم داشان د انګلستان د انډیپنډنټ ورځپاڼې هغه رپورټ ته هم اشاره کړې چې په کښې یې د بحرین د ښځو د جیل په بد حالت او له بندیانو سره د مسئولانو له سپکاوي ډک سلوک او هم د آل خلیفه له شکنجه کونکو سره د انګلستان د حکومت په ملګرتیا نیوکه کړې ده.
له بلې خوا د عربستان د ختیځ په قطیف کښې د زندانیانو ځینې تصویرونه خپاره شوې دي چې د مرګ په سزا محکوم شوې دي. په دغو قیدیانو کښې زیاترو ته د وکیل نیولو او د خپلې دفاع اجازه هم نه ده ورکړی شوې او ۱۲ تنه په کښې کم عمره ځلمیان دي.
عربستان کښې د مرګ سزا په تورې سره د سر د وهلو له لارې اجرا کیږي.
او کیهان هم داشان د افغانستان په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د دغه هیواد د انتخاباتو د خپلواک کمیشن له خوا د اشرف غني د بریا د اعلان په هکله یو بشپړ خبر خپور کړی دی خو غواړو چې دا خبر په کابل چاپ ورځپاڼو کښې ولولو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
کابل چاپ
کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ تر ډېره د ولسمشریزو ټاکنو په نتایجو لیکنې او تبصرې کړې دي.
ویسا
ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې، د ولسمشرۍ د پایلو اعلان، د بحران پای که پیل؟
وړاندې په سرمقاله کې راغلي د ولسمشرۍ د دوو ګټونکو په اعلان سره به د ولسمشرۍ د انتخاباتو بحران پای ومومي او که مخالفتونه به زور واخلي.
د سرمقالې په یو برخه کې راغلي، سره له دې چې تر اوسه د یوناما او سفارتونو په ګډون بهرنیانو د ولسمشرۍ د وروستیو پایلو په باب خپل نظر نهدی څرګند کړی او دا به د مصلحت په نوم د خپلو ګټو او طرحو په رڼا کې یو معجون پر افغان ولس وتپي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، که اشرف غني او ټيمیې چې په وینا یې د ټپي مشروعیت سره د متنازعو انتخاباتو په پایله کې واک اخلي په هېڅ صورت به هېواد له بحران نه راونهایستلی شي.
ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې اندېښنه ښودلې د دوو انتخاباتي ډلو ترمنځ اختلافات داسې مهال اوج ته رسېدلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې خپل اوج ته رسېدلي او ویل کېږي چې په راتلونکو څو ورځو کې د سولې هوکړه لاسلیک شي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، که چېرې د انتخاباتي ډلو ترمنځ اختلاف زیات شي او ستونزه له سولهییزې لارې حل نهشي دا به د سولې په خبرو اترو هم خپل سیوری وغوړوي او حکومت به رامنځته شوی فرصت له لاسه ورکړي.
د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په پام سیاسي ډلې باید دغه حساس وضعیت درک کړي او داسې کار ونهکړي چې افغانستان خپلې تېرې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي او ترورېستان د افغانستان په برخلیک حاکمیت وکړي.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په ولسمشریزو ټاکنو کې د افغان ولس د سترې بریا مبارکي ورکړې او لیکلي، په دې سره د ټاکنو اوږده او جنجالي لړۍ په بري سره پای ته ورسېده؟
وړاندې راغلي، اوس نو ولسمشر محمد اشرف غني ته پهکار ده چې د ولس او نړیوالې ټولنې له دغه ملاتړه په مننې سره ټولې کړې ژمنې عملي کړي.
د سرمقاله لیکونکي په وینا، د ملت او نړېوالې ټولنې غوښتنه هم همدغه ده چې نور د واک پر سر له چاسره سیاسي معامله ونهکړي.
په سرمقاله کې په نورو ټاکنیزو ډلو هم غږ شوی چې د ملت دغه انتخاب او رایو ته درناوی وکړي او په سړه سینه خپله ماتې ومني.