د افغانستان د خلکو وژله زیاته شوي ده
زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې د ملګروملتونو استازندویه دفتر یوناما پرون وویل چې په تیر میلادي کال کښې په دغه هیواد کښې کابو درې زره او څلور سوه درې (۹۴۰۳)ملکي وګړی وژل شوي او شپږ زره نهه سوه نهه اتیا (۶۹۸۹) نور ژوبل شوي وو .
یوناما په خپل نوي راپور کښې وویل د افغانستان دحکومت مخالفې ډلې د یوزر او شپږ سوه شپږ شپیتو (۱۶۶۶) ملکي وګړو او د یو زر او څلور سوه درې اویا (۱۴۷۳) حکومتي عسکرو د وژلې مسولې دي .
په افغانستان کښې د ملګرو ملتونو د استازندویه دفتر یوناما د بشري حقوقو د برخې مشر فیونا فریزر وویل په هیواد کښې د ملګي خلکو وژله زیاته ده ځکه چې په تیر میلادي کال کښې هم د تیرو پینځو (۵)کلونو په شان یوناما په وسله والو جنګونو کښې د زیاتو ملکي خلکو د وژلې موردونه ثبت کړي دي .
دغه دفتر وویل چې د طالبانو او د حکومتي عسکرو لخوا د ملکي وګړو وژله زیاته شوي ده .
د افغانستان طالبانو ډلې د یوناما راپور رد کړی دی .