په هندوستان کښې دیارلس کسان وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88232-په_هندوستان_کښې_دیارلس_کسان_وژل_شوي_دي
فارس خبري اژانس وايي د هندوستان په پلازمینې نوي ډیلي کښې غیر مسلمانانو ته د دغه هیواد د تابعیت د ورکولو د جنجالي قانون د ملاتړ کونکو او د مخالفانو ترمینځ د نښتو د وژل شویو کسانو شمیر اوس دیارلسو(۱۳) ته رسیدلی او یوسل پنځوس (۱۵۰) کسان ژوبل شوي هم دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 26, 2020 01:29 Asia/Kabul
  • په هندوستان کښې دیارلس کسان وژل شوي دي

فارس خبري اژانس وايي د هندوستان په پلازمینې نوي ډیلي کښې غیر مسلمانانو ته د دغه هیواد د تابعیت د ورکولو د جنجالي قانون د ملاتړ کونکو او د مخالفانو ترمینځ د نښتو د وژل شویو کسانو شمیر اوس دیارلسو(۱۳) ته رسیدلی او یوسل پنځوس (۱۵۰) کسان ژوبل شوي هم دي .

غیر مسلمانانو ته د هندوستان د تابعیت د ورکولو د جنجالي قانون د مخالفانو او د موافقانو ترمینځ نښتې په حیدراباد سیمه کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ له شتون سره په یووخت شوي دي .

په نوي ډیلي کښې په وړمه ورځې اعتراضونو کښې غیر مسلمانانو ښاریزو ته د تابعیت د ورکولو د جنجالي پلان په زرګونو مخالفانو سربیره د دغه پلان ملاتړو هم ګډون درلود او پولیس له اوښلنو ګازونو او لوږي جوړونکو لاسي بمونو استفادې سره سره ونه توانیدل نښتې مدیریت کړي .

عیني کتونکو وویل د هندوستان پولیسو په اعتراض کونکو باندې برید سره ګڼ شمیر کسان ونیول .

د هندوستان مظاهره چیانو ټينګار وکړ حکومت د تابعیت د جنجالي قانون له لغوه کولو پرته بله چاره نلري او تر هغه وخته چې حکومت دغه قانون لغوه نکړي اعتراضونه  به دوام ولري .