د هند حکومت دې د افراطي هندوانو مخه ونیسي
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي ددې خبرې په کولو سره چې په هندوستان کې د مسلمانانو په وژلې دنړۍ د مسلمانانو زړونه داغدار شوي ،ټینګار کړی ، هندي حکومت باید د افراطي هندوانو او دهغوي دپلوي ګوندونو په مقابل کې ودریږي او دمسلمانانو د وژلو په درولو سره دې په اسلامی نړۍ کې دخپلې منزوي کیدا مخنیوي وکړي .
زمونږخبریال د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د آ ثارو د نشر اوحفط ددفتر انټرنیټي سایټ له قوله راپورراکړ د اسلامی انقلاب معظم لارښود دهندوستاند مظلومو مسلمانانو وژله محکومه کړې ده .
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي ددې خبرې په کولو سره چې په هندوستان کې د مسلمانانو په وژلې دنړۍ د مسلمانانو زړونه داغدار شوي ،ټینګار کړی ، هندي حکومت باید د افراطي هندوانو او دهغوي دپلوي ګوندونو په مقابل کې ودریږي او دمسلمانانو د وژلو په درولو سره دې په اسلامی نړۍ کې دخپلې منزوي کیدا مخنیوي وکړي .
د هندوستان دښاریزتوب د قانون اصلاح د تیر کال د دسمبر په یولسمه نیټه دهند په پآرلیمان کې تصویب شو . ددغه قانون په اساس په هندوستان کې د بنګله دیش ،افغانستان، او پاکستان کډوال چې له ۲۰۱۵کال څخه له باؤري مدرکونو پرته دغه هیواد ته وارد شوي دي ، هندي تبعَیت ترلاسه کولی شي ، خو په دغه قانون کې مسلمانان نه شاملیږي .
په عین حال کې افراطي هندوانو په مسلمانانو باندې به بوږنونکو یرغلونو سره ، دنوي ډیلي په شمال ختیځ کې جوماتونه سوزولي یا نړیوالي دي او په مسلمان میشته کوڅو کې ئې بوږنونکي جنایتونه کړي دي .
دهندي چارواکو په وسیله داعلان شوو احصایو په اساس ، په تیرې یوې اونۍ نښتو او اخ وډب کې کابو شپږ څلویښت کسان وژل شوي او څه دپاسه درې سوه نور ټپيان شوي دي .