د هندوستان د مسلمانانو د وژلې خلاف دې دفاعي اقدامات وشي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88469-د_هندوستان_د_مسلمانانو_د_وژلې_خلاف_دې_دفاعي_اقدامات_وشي
د ایران د کلتوري انقلاب عالي شورا د هندوستان د مسلمانانو د وژلې په غندلو سره د دغو جنایتونو خلاف د پریکنده او دفاعي غبرګون په ضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 06, 2020 11:04 Asia/Kabul
  • د هندوستان د مسلمانانو د وژلې خلاف دې دفاعي اقدامات وشي

د ایران د کلتوري انقلاب عالي شورا د هندوستان د مسلمانانو د وژلې په غندلو سره د دغو جنایتونو خلاف د پریکنده او دفاعي غبرګون په ضرورت ټینګار وکړ.

د ایران د کلتوري انقلاب د عالي شورا د دارالانشاء په پیغام کښې راغلې دي: په داسې وخت کښې چې نړیواله ټولنه له کرونا نومې پراخې ناروغۍ سره لاس او ګریوان ده، د تندلاریتوب او  د هندوستان له مسلمانانو سره د ګُزارې نه کولو ناروغۍ د نړۍ د مسلمانانو احساس ژوبل کړی دی.

د هندوستان مسلمانانو د دغه هیواد د ټولنې د یوې برخې په توګه چې د تاریخ په اوږدو کښې یې د هند له نورو پرګنو سره د ګډ صلحه ایز ژوند په ترڅ کښې د برصغیر د تمدن په تاریخ کښې ستر رول لوبولی دی، د دغه هیواد د تابعیت په قانون باندې په اعتراض کښ ېیې د یو مدني اعتراض په چوکاټ کښې غبرګون ښودلی دی خو د تندلارو هندوانو له قهرجن او خونړي ځواب سره مخامخ شوې دي.

په دغه پيغام کښې ټینګار شوی، دا څه چې نن سبا د هندوستان د پيښو په هکله د نړۍ په رسنیو کښې خپریږي، بې شکه چې د یوې نسل وژنې او د انسانیت خلاف د جنایت نښه ده چې په وړاندې یې د ملګرو ملتو، امنیت شورا او نورو مسئولو نړیوالو ارګانونو مناسب غبرګون ضروري دی او خپله ټوله وړتیا دې د دغو جنایتونو د بندولو لپاره وکاروي.