په هند کښې د کورونا ویروس له امله دویمه مړینه
Mar 14, 2020 12:59 Asia/Kabul
په هند کښې په کورونا ککړ دویم کس مړ شو.
د هند د روغتیا د وزارت د یو خبر پر اساس، د دغه هیواد په پلازمینه دهلي نو کښې په کورونا د ککړیدو له امله د مړو شمیر تر دوو کسانو زیات شو.
په هند کښې په کورونا د ککړو کسانو شمیر تر دوه اتیا(۸۲) کسانو رسیدلی دی.
په عین حال کې ، په فیلیپین کښې د کورونا ویروس له امله له یوې مړینې سره په دغه هیواد کښې د مړو شمیره تر شپږو زیات شوی دی.
د "کووید-19" کورونا ویروس لومړی ځل د چین په ووهان ښار کښې وموندل شو او اوس دا ویروس تر یو سل او دیرش(۱۳۰) نورو هیوادونو ته هم خپور شوی دی.
د وروستيو شمیر له مخې ، په نړۍ کښې له یولک او پنځه دیرش زرو(135،000) زیات خلک په دې ویروس ککړ شوي دي، چې له دغو شاوخوا تر 5 زره کسان مړه شوي دي.
ټیګونه