روسیې د امریکا په غیر قانونی کړچار نیوکه وکړه
سپوتینک خبری اژانس وایی د ایران پرضد د امریکا له بایکاټونو سره د نړیوالو مخالفتونو په دوام کښې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګی ریابکوف په امریکا غږ وکړ د کورونا وایروس خپریدا ته په پام سره د ایران پرضد د بایکاټونو د لګولو غیر اخلاقی بهیر پاې ته ورسوی .
هغه نن د ایران پرضد د امریکا له بایکاټونو سره د روسیې د مخالفتونو په تکرارولو سره وویل مونږ له امریکا غوښتی دی او غواړو چې د ایران پرضد د یواړخیزه بایکاټونو د لګولو له غیر انسانی رودې لاس واخلی .
د روسیې د خارجه وزیر مرستیال سرګی ریابکوف په ایران کښې د کورونا وایروس د خپریدا روان حالت ته په اشارې سره وویل ایران د کورونا وایروس د خپریدا په اوسنیو شرایطو کښې د روغتیایی مسائیلو په سمدستی ډول د حل کولو لپاره د ضرورت وړ شیانو له کمښت سره مخ دی .
د کورونا وایروس له کبله د نړیوال کړکیچ په اوسنی پړاو کښې د ایران پرضد د امریکا د بندیزونو د بندولو په هکله د روسیې د خارجه وزیر د مرستیال دغه څرګندونې په داسې حال کښې مطرح شوی دی چې په تیرو څو ورځو کښې د ترکیې د روسیې د جرمنی د لبنان د پاکستان او د چین په شمول د بیلابیلو هیوادونو چارواکو د تهران پرضد د واشنګټن د بایکاټونو د ختمولو غوښتنه کړی ده .
د ایران په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی برایان هوک ادعا کړی ده چې د ایران پرضد د واشنګټن د زیات دباو سیاست به دوام ولری .
د امریکا ولسمشر ټرمپ هم په تیرې جمعې ورځ د نړۍ د هیوادونو مخالفتونو ته له پام کولو پرته وویل د ایران پرضد به د واشنګټن بایکاټونه دوام ولری .
د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف هم په تیرې سه شنبې ورځ په ټویټر پاڼې کښې وویل د امریکا غیر قانونی بایکاټونو له کورونا وایروس سره په مبارزې کښې د ایران وسونو ته تاوان رسولی دی .