د هندوستان د ماشومې نوم کورونا کیښودل شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88931-د_هندوستان_د_ماشومې_نوم_کورونا_کیښودل_شو
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په شمال ختیځ کښې د اترپردیش صوبې د «ګورکهه پور» سیمې وسیدونکو مور او پلار د ګرځبندیز(curfew) په وخت کښې د خپلې نوي زیږیدلي ماشومې نور کورونا کیښود .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2020 02:01 Asia/Kabul
  • د هندوستان د ماشومې نوم کورونا کیښودل شو

زمونږ خبریال وايي د هندوستان په شمال ختیځ کښې د اترپردیش صوبې د «ګورکهه پور» سیمې وسیدونکو مور او پلار د ګرځبندیز(curfew) په وخت کښې د خپلې نوي زیږیدلي ماشومې نور کورونا کیښود .

د هندوستان دغه ماشومه هغه وخت وزیږیدله کله چې په ټول هندوستان کښې د حکومت لخوا له کورونا وایروس سره د مبارزې لپاره ګرځبندیز یعني کرفیو(curfew)لګول شوي وه .

د ویلو ده چې د هندوستان حکومت د کورونا وایروس د خپریدا د مخه د نیولو لپاره د مارچ د میاشتې په دوه ویشتمه (۲۲) نیټه په ټول هیواد کښې ګرځبندیز لګولی وو او له خلکو یې غوښتي وو چې په کورونو کښې کیني او بهر ته مه وځي .

د ماشومې مور او پلار وویل چې مونږ د خپلې نوزیږي ماشومې نوم کورونا کیښودلی دی او په حکومتي سندونو کښې به هم د خپلې لور نور کورونا ولیکی .