د جرمني شرکت د کورونا د ازموینې اله جوړه کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88933-د_جرمني_شرکت_د_کورونا_د_ازموینې_اله_جوړه_کړه
زمونږ خبریال وايي د جرمني بوش (Bosch) شرکت د کورونا وایروس د چټکې ازموینې ټیکنالوژۍ د جوړولو ادعا کړي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2020 02:53 Asia/Kabul
  • د جرمني شرکت د کورونا د ازموینې اله جوړه کړه

زمونږ خبریال وايي د جرمني بوش (Bosch) شرکت د کورونا وایروس د چټکې ازموینې ټیکنالوژۍ د جوړولو ادعا کړي ده .

د جرمني دغه شرکت ویلي دي چې دغه چټکه ټیکنالوژۍ په دوو (۲) ساعتونو کښې د کورونا ازموینه کولای شي .

د جرمني بوش شرکت ادعا کړي ده چې په روغتونونو او کلینکونو کښې زمونږ  جوړه کړې شوي ټیکنالوژۍ به په دوو (۲) ساعتونو کښې د کورونا ازموینه او ټیسټ وکړي .

د جرمني بوش شرکت زیاته کړه چې زمونږ د دغه ټیکنالوژۍ پینځه نوي (۹۵)فیصده نتیجې سمې او صحیح دي .

ویل شوي دي چې د جرمني د بوش شرکت دغه ټیکنالوژۍ د ملګروملتونو د روغتیاد نړیوال ادارې ډبلیو ایچ او معیارونه پوره کوي .