هیلري کلینټن پر ټرمپ د بې ترکیبۍ په سبب ملنډې ووهلې
امریکا اوس دنړۍ په سویه په کرونا ویروس د ککړو کسانو تر ټولو زیات شمیر لري. تر نن سهار پورې شمیرنې ښئ چې په امریکا کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر یو لک څلورویشت زره پنځه اویا کسانو ته رسیدلی او دمړو شمیر ئې هم دوه زره دوه سوه دیرش کسانو ته رسیدلی دی .
زمونږخبریال راپورراکړ د ډيموکراټيک ګوند څخه د امریکا د ولسمشرۍ د تیرو انتخاباتو کاندیدې میرمن هیلري کلینټن له کرونا ویروس سره دلاس اوګریوان هیوادونو په لیسټ کې د امریکا لومړنۍ روتبې ګټلو ته په پام سره ، :لومړۍ امریکا : په عنوان سره د اوسني ولسمشر ډونالډټرمپ پر انتخاباتي شعار ملنډې ووهلې .
میرمن کلینټن په نړۍ کې په کرونا ویروس دککړتیا له پلوه د امریکا د په سر کې د راتلو په زمینې کې د خبرونو په غبرګون کې پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دي، ډونالډټرمپ لومړۍ د امریکا ژمنه کړې وه . میرمن کلینټن په دغې جملې سره په حقیقت کې په پيغور ورکولو سره ،د ۲۰۱۶کال په انتخاباتو کې د ټرمپ اصلي شعار یادونه کړې ده .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم لیکلي دي ،یوه میاشت تیره شوه څو په امریکا کې په کرونا و یروس دککړتیا له امله د مړه شوو شمیر له زرو کسانو واوړي ، خو دوو زرو کسانو ته د مړو رسیدا یوازې دوه ورځې وخت واخست .
امریکا اوس دنړۍ په سویه په کرونا ویروس د ککړو کسانو تر ټولو زیات شمیر لري.
تر نن سهار پورې شمیرنې ښئ چې په امریکا کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر یو لک څلورویشت زره پنځه اویا کسانو ته رسیدلی او دمړو شمیر ئې هم دوه زره دوه سوه دیرش کسانو ته رسیدلی دی .