هیلري کلینټن پر ټرمپ د بې ترکیبۍ په سبب ملنډې ووهلې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88963-هیلري_کلینټن_پر_ټرمپ_د_بې_ترکیبۍ_په_سبب_ملنډې_ووهلې
امریکا اوس دنړۍ په سویه په کرونا ویروس د ککړو کسانو تر ټولو زیات شمیر لري. تر نن سهار پورې شمیرنې ښئ چې په امریکا کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر یو لک څلورویشت زره پنځه اویا کسانو ته رسیدلی او دمړو شمیر ئې هم دوه زره دوه سوه دیرش کسانو ته رسیدلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2020 08:34 Asia/Kabul
  • هیلري کلینټن پر ټرمپ  د بې ترکیبۍ په سبب ملنډې ووهلې

امریکا اوس دنړۍ په سویه په کرونا ویروس د ککړو کسانو تر ټولو زیات شمیر لري. تر نن سهار پورې شمیرنې ښئ چې په امریکا کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر یو لک څلورویشت زره پنځه اویا کسانو ته رسیدلی او دمړو شمیر ئې هم دوه زره دوه سوه دیرش کسانو ته رسیدلی دی .

زمونږخبریال راپورراکړ د ډيموکراټيک ګوند څخه د امریکا د ولسمشرۍ د تیرو انتخاباتو کاندیدې میرمن هیلري کلینټن له کرونا ویروس سره دلاس اوګریوان  هیوادونو په لیسټ کې  د امریکا لومړنۍ روتبې ګټلو ته په پام سره ، :لومړۍ امریکا : په عنوان سره  د اوسني ولسمشر ډونالډټرمپ پر انتخاباتي شعار ملنډې ووهلې .

میرمن کلینټن  په نړۍ کې په کرونا ویروس دککړتیا له پلوه د امریکا د په سر کې د راتلو په زمینې کې د خبرونو په غبرګون کې پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دي، ډونالډټرمپ لومړۍ د امریکا ژمنه کړې  وه . میرمن کلینټن په دغې جملې سره  په حقیقت کې په پيغور ورکولو سره ،د ۲۰۱۶کال په انتخاباتو کې د ټرمپ  اصلي شعار یادونه کړې ده .

 واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم لیکلي دي ،یوه میاشت تیره شوه  څو  په  امریکا کې  په کرونا و یروس دککړتیا له امله  د مړه شوو شمیر له زرو کسانو واوړي ، خو دوو زرو کسانو  ته د مړو رسیدا یوازې دوه ورځې وخت واخست .

  امریکا  اوس  دنړۍ په سویه  په کرونا ویروس د ککړو کسانو تر ټولو زیات شمیر لري.

تر نن سهار پورې شمیرنې ښئ چې په امریکا کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر یو لک څلورویشت زره  پنځه اویا کسانو ته  رسیدلی  او دمړو شمیر ئې هم  دوه زره دوه سوه  دیرش کسانو ته رسیدلی دی .