د امریکا په لسګونو میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89036-د_امریکا_په_لسګونو_میلیونه_خلک_له_لوږې_سره_مخ_دي
تسنیم خبري اژانس وايي د امریکا د روان میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند احتمالي کاندید او د ویرمونټ ایالت سناتور بیرني سینډرز پرون وویل د کورونا وایروس په وجه د دغه هیواد په لسګونو میلیونه خلک د لوږې او د بې وزلۍ په درشل کښې ورغلي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2020 01:25 Asia/Kabul
  • د امریکا په لسګونو میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي

تسنیم خبري اژانس وايي د امریکا د روان میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند احتمالي کاندید او د ویرمونټ ایالت سناتور بیرني سینډرز پرون وویل د کورونا وایروس په وجه د دغه هیواد په لسګونو میلیونه خلک د لوږې او د بې وزلۍ په درشل کښې ورغلي دي .

هغه د امریکا د ولسمشر ټرمپ په سیاستونو نیوکې سره وویل د کورونا وایروس په کړکیچ کښې چې د زیاتیدا په حال کښې دی د هیواد په لسګونو میلیونه خلک د وږې پاتې کیدا په درشل کښې ورغلي دي او مونږ باید اجازه ورنکړو چې دغه پیښه رامینځته شي .

په امریکا کښې د کورونا وایروس په تیرو څو اونیو  کښې په میلیونو خلک په کورونو کښې کینولي دي او ډیر پکښې د بې کارۍ په درشل کښې ورغلي دي په دې ډول چې اقتصادي کارپیژاندو خبرداری ورکړی دی دغه کړکیچ په امریکا کښې د میلیونونو کارونو د له مینځه تلو سبب شي .