کورونا د امریکا شپاړس زره ښاریز ووژل
Apr 10, 2020 04:51 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د کورونا وایروس د وژل شویو کسانو شمیر له شپاړس زرو (۱۶۰۰۰)څخه زیات شو .
د امریکا رسنیو بیګا وویل په دغه هیواد کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر څلور لکه پینځه شپیته زره او اته اتیا کسانو ته ورزیات شوی چې له کبله یې شپاړس زره او پینځه سوه لس کسان مړه شوي هم دي .
امریکا همدا اوس په کورونا وایروس د ککړو هیوادونو په سر کښې ورغلي ده .
د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او ویلي دي امریکا به په نږدې راتلونکي کښې د کورونا وایروس د انتقال په ستر مرکز بدله شي .
د امریکا ټروت اوټ خبري سایټ دې ته په اشارې سره چې د دغه هیواد اتویشت (۲۸) میلیونه خلک د بیمې خدمات نلري په امریکا کښې د کورونا وایروس خپریدل له غمیزې ډک وبلل .
ټیګونه