د ناروغ له جوړیدا وروسته هم کرونا خطر لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89259-د_ناروغ_له_جوړیدا_وروسته_هم_کرونا_خطر_لري
زمونږ خبریال وايي ډاکټران او طبي کارپيژاندي وايي چې له کورونا ناروغۍ څخه د مریضانو له ښه کیدا وروسته هم دغه وایروس د ناروغانو د بدن غړو ته تاوان رسوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 12, 2020 09:38 Asia/Kabul
  • د ناروغ له جوړیدا وروسته هم کرونا خطر لري

زمونږ خبریال وايي ډاکټران او طبي کارپيژاندي وايي چې له کورونا ناروغۍ څخه د مریضانو له ښه کیدا وروسته هم دغه وایروس د ناروغانو د بدن غړو ته تاوان رسوي .

طبي کارپيژاندو اندیښنه څرګنده کړي ده له کورونا ناروغۍ د مریضانو له شفا وروسته د هغوې د بدن غړو ته د تاوان د رسیدا خطر رامینځته  کیدلای شي چې پکښې د زړه او د ځیګر له کاره د لویدا امکان شته .

د امریکا لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د راپور پراساس په تحقیق کښې دغه خبره معلومه شوي ده چې په چین کښې له کورونا وایروس څخه د شفا په موندونکو ځینو کسانو کښې د زړه او د ځیګر ناروغیانې ولیدل شوې .

د امریکا د یال پوهنتون محققان وايي کورونا وایروس نه یوازې د انسان د تنفس یعني د سا په نظام حمله کوي بلکې ورسره ورسره د انسان زړه ، ځیګر ، ګردو او اعصابو ته هم تاوان رسوي .

طبي کارپیژاندي اوس په دې خبرې تحقیق کوي چې کورونا وایروس د انسان په جسم څو کاله پټ پاتې کیدا سره دوباره په حرکت کښې راتللی شي او که نه .