کورونا وایروس د امریکا ۲۴۶۱۸ کسان مړه کړي دي
زمونږ خبریال وايي د کورونا وایروس له کبله په امریکا کښې د نهه سوه اوه اتیا (۹۸۷) نورو کسانو په وژل کیدا سره په دغه هیواد کښې د دغه ناروغۍ له کبله د مړو کسانو شمیر څه د پاسه څلرویشت زرو (۲۴۰۰۰) کسانو ته ورزیات شو .
په امریکا کښې تراوسه په کورونا وایروس پینځه لکه اوه نوي زره او اته سوه اته دیرش کسان ککړ شوي چې څلرویشت زره او شپږ سوه اتلس ترې مړه شوي هم دي .
د کورونا وایروس له کبله زیات کسان په امریکا کښې ککړ شوي او مړه شوي دي .
د امریکا حکومت په تیره بیا ولسمشر ټرمپ په هیواد کښې د کورونا وایروس د خپریدا په مقابل کښې د بې مسولیتۍ د ښودلو په خاطر له سختو نیوکو سره مخ دی .
د کورونا وایروس د امریکا لپاره ډیرې مشکلات رامینځته کړي دي او د نیویارک په شان ایالتونه چې زیات کسان په دغه ناروغۍ ککړ شوي دي په روغتونونو کښې د طبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي .