امریکا اوس هم د اټومي تړون خلاف ورزۍ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89402-امریکا_اوس_هم_د_اټومي_تړون_خلاف_ورزۍ_کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د باندنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا وویل د نړیوالې ټولنې له هڅو او ټینګار سره سره امریکا هماغه راز د اټومي تړون خلاف ورزۍ ته دوام ورکوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2020 00:28 Asia/Kabul
  • امریکا اوس هم د اټومي تړون خلاف ورزۍ کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د باندنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا وویل د نړیوالې ټولنې له هڅو او ټینګار سره سره امریکا هماغه راز د اټومي تړون خلاف ورزۍ ته دوام ورکوي .

هغې پرون وویل امریکا اوس هم د اټومي تړون خلاف ورزۍ ته دوام ورکوي دا په داسې حال کښې دي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا په ۲۲۳۱ پریکړه لیک کښې د دغه نړیوالې موافقې په اجرا ټینګار شوی دی .

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا د امریکا د نړیوالې ژمنې د ماتولو د یوې (۱) بلې بیلګې په توګه د اټومي ازموینو د بندیز د تړون له تائیدولو د امریکا ډډه کولو ته اشاره وکړه دا په داسې حال کښې دي چې واشنګټن روسیه د دغه تړون په خلاف ورزۍ تورنوي .

هغې وویل امریکا په نوي سټارټ تړون کښې په خپلو ژمنو عمل نه کوي او د ستراتيژیکو یرغلیزو وسلو د کمولو تړون ته پاې بنده نه ده .

ماریا زاخارووا دغه راز په دنیا کښې د امریکا د بایلوژیکي ازموین ځایونو زیاتولو ته اشاره وکړه او ویې ویل امریکا په نورو هیوادونو کښې د خپلو بایلوژیکي ازموینو مرکزونه زیاتوي البته روسیه په دوه ګوڼه هدفونو سره د دغو مرکزونو فعالیت په دقت سره څاري .

هغې د امریکا د بایلوژیکي مرکزونو فعالیت مشکوک وباله او ویې ویل دغه ازموین ځایونه په نړیواله سویه د امریکا د پوځي بایلوژیکي ازموین ځایونو په ټول کښې شامل دي .