د کورونا واکسین تر نوامبر میاشت پورې چمتو کيږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89451-د_کورونا_واکسین_تر_نوامبر_میاشت_پورې_چمتو_کيږي
زمونږ خبریال وايي د بریتانیا د اکسفورډ پوهنتون یوه (۱) پروفیسر جان بیل ادعا وکړه چې د کورونا وایروس پرضد واکسین به د روان میلادي کال تر اکتوبر یا نوامبر میاشتې پورې تیار شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2020 01:46 Asia/Kabul
  • د کورونا واکسین تر نوامبر میاشت پورې چمتو کيږي

زمونږ خبریال وايي د بریتانیا د اکسفورډ پوهنتون یوه (۱) پروفیسر جان بیل ادعا وکړه چې د کورونا وایروس پرضد واکسین به د روان میلادي کال تر اکتوبر یا نوامبر میاشتې پورې تیار شي .

د انګلستان د واکسین د چارو یوه (۱) حکومتي مسول پروفیسر جان بیل وویل د کورونا وایروس پرضد د واکسین لومړي پړاونه به د اګست میاشتې تر پاې پورې بشپړه شي .

کورونا وایروس په ټوله دنیا کښې تراوسه یوسل یوشپیته زره خلک وژلي او درویشت لکه او پینځه څلویښت زره نور کسان په دغه ناروغۍ ککړ شوي هم دي او ورځ تر بلې د ککړیدونکو کسانو شمیر په ډیریدا دی .