کورونا ویروس د امریکا ۴۵۰۰۰ ښاریز وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89499-کورونا_ویروس_د_امریکا_۴۵۰۰۰_ښاریز_وژلي_دي
زمونږ خبریال وايي د امریکا د روغتیا چارو یوه (۱) لوړرتبه مسول رابرټ ریډفیلډ وویل په هیواد کښې د کورونا ویروس دوهمه (۲) ځپه به نوره هم ورانونکي وي ځکه چې هغه به د زکام د موسم له پیلیدا سره ټکر وخوري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2020 07:55 Asia/Kabul
  • کورونا ویروس د امریکا ۴۵۰۰۰ ښاریز وژلي دي

زمونږ خبریال وايي د امریکا د روغتیا چارو یوه (۱) لوړرتبه مسول رابرټ ریډفیلډ وویل په هیواد کښې د کورونا ویروس دوهمه (۲) ځپه به نوره هم ورانونکي وي ځکه چې هغه به د زکام د موسم له پیلیدا سره ټکر وخوري .

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او د مخنیوي د مرکزونو مشر رابرټ فیلډ د هیواد په خلکو غږ وکړ چې په راتلونکو میاشتو کښې ځانونه چمتو کړي او د زکام ازمیښتونه ترسره کړي .

دا په داسې حال کښې چې د کورونا ویروس له کبله تر پرون ورځې پورې د امریکا له پینځه څلویښت زرو (۴۵۰۰۰) څخه زیات کسان وژل شوي دي .

په امریکا کښې تراوسه په کورونا ویروس اته لکه لس زره (۸۱۰۰۰۰) کسان ککړ شوي هم دي او امریکا  د اسپانیا هیواد څلور(۴) برابره  کورونا مریضان لري .

له امریکا وروسته اسپانیا د کورونا ویروس زیات ناروغان لري .

اوس په ټوله دنیا کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر پینځویشت (۲۵) لکو ته رسیدلی دی .

یوازې پرون په امریکا کښې د کرونا ویروس له کبله دوه زره اوه سوه پنځوس (۲۷۵۰) کسان ووژل شول .

پرون د امریکا په نیوجرسي ، پنسیلوانیا او میشیګان ایالتونو کښې د کورونا له کبله کابو اته سوه (۸۰۰) کسان وژل شوي او په نیویارک ایالت کښې هم چې د کورونا وایروس اصلي مرکز دی یوازې په یوه (۱)ورځ کښې څلور سوه یو اتیا (۴۸۱) کسان وژل شوي دي .

فرانسې پرون په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د کورونا وایروس له کبله د نویو مړو کسانو شمیر پینځه سوه یودیرش (۵۳۱) تنه اعلان کړ .

په فرانسې کښې د  کورنا ناروغۍ له کبله تراوسه شل زره اوه سوه شپږنوي (۲۰۷۹۶) کسان وژل شوي دي .

دغه راز په انګلستان کښې هم په کورونا وایروس د ککړیدونکو او د دغه ناروغۍ له کبله د مړکیدونکو کسانو شمیر بیخي په زیاتیدا دی .

په انګلستان او ویلز کښې تراوسه د کورونا له کبله دیارلس زه یوسل یویشت (۱۳۱۲۱) کسان وژل شوي دي .