کورونا ویروس د ټولو هیوادونو د کارندوالي لپاره ازمیښت دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89500-کورونا_ویروس_د_ټولو_هیوادونو_د_کارندوالي_لپاره_ازمیښت_دی
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني کرونا ویروس د ټولو هیوادونو او د بشري ټولنو د کارندوالي لپاره یو(۱) ازمیښت وباله .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 22, 2020 12:51 Asia/Kabul
  • کورونا ویروس د ټولو هیوادونو د کارندوالي لپاره ازمیښت دی

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني کرونا ویروس د ټولو هیوادونو او د بشري ټولنو د کارندوالي لپاره یو(۱) ازمیښت وباله .

حسن روحاني نن د کابینې په غونډې کښې وویل هیوادونه په کورونا ویروس د غلبې ، د درملنې ، د ناروغۍ د پړاو د کمولو او د هغې د خپریدا د مخنیوي لپاره د سختې سیالۍ په حال کښې  دي .

د ایران ولسمشر حسن روحاني دې ته په اشارې سره چې د کورونا وایروس په کنټرولولو کښې د ایران د خلکو ملګرتیا او هوشمندۍ او د درملنې د کادر (Cadre ) تسلط زیات شوی دی وویل نن سبا ایران د عفوني ضد موادو ، د وینځلو د شیانو او د روغتیايی درملو په زمینه کښې په دې ډول دی چې د هیواد ضرورتونه پوره کولی او حتی دغه شیان خارجي هیوادونو ته صادرولی شي .

هغه د تیلو د بازار د حالاتو په هکله هم وویل نن سبا چې هر هیواد په اومو تیلو ډیره تکیه ولري نو شرایط یې سخت شوي دي خو په تیلو باندې د ایران د اسلامي جمهوریت تکیه غوښتلي یا ناغوښتلي او په ارادې یا د دښمن په تپل کیدا سره کمه شوي ده او د ایران تاوانونه به هم کم وي .

د ایران ولسمشر حسن روحاني په دې خبرې سره چې امریکا نن سبا د کورونا ویروس له درملنې ، بیکارۍ او د تیلو له رایستلو سره لاس او ګریوان ده یادونه وکړه امریکا یوه (۱) ورځ ځان د نړۍ د ټولو کارونو ترسره کونکي ګڼله خو نن د نړۍ په څو داسې هیوادونو کښې شامله ده چې له مشکلاتو سره مخ ده .

هغه په دې خبرې سره چې د ایران اقتصادي شرایط ارامه دي هیله وکړه د کورونا وایروس له ختمیدا وروسته هم د ایران اقتصادي وده دوام ولري .