د امریکا ولسمشر دوکې ورکولو ته دوام ورکړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90151-د_امریکا_ولسمشر_دوکې_ورکولو_ته_دوام_ورکړی_دی
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له دوکې په یوه(۱) ‌ډک اقدام کښې وویل ولسمشر ټرمپ په افغانستان کښې د جنګ د ختمیدا هڅه کوي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 18, 2020 12:23 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر دوکې ورکولو ته دوام ورکړی دی

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له دوکې په یوه(۱) ‌ډک اقدام کښې وویل ولسمشر ټرمپ په افغانستان کښې د جنګ د ختمیدا هڅه کوي .

د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړي ډيپلوماټ زلمي خلیل زاد نن د واک د ویش په سر د اشرف غني او د عبدالله عبدالله ترمینځ سیاسي موافقې ته په غبرګون کښې وویل د واشنګټن حکومت له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې ملاتړ کوي .

د افغانستان په چارو کښې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد دغه له دوکې ډکې څرګندونې په داسې حال کښې دي چې امریکا په افغانستان کښې د جنګ د خلکو د وژلې او ناامنۍ او د مسلمانانو د سپکاوي د دوام اصلي عامله ګڼل کیږي او واشنګټن د نورو نړیوالو موافقو په شان د قطر په موافقې کښې هم له ماتي سره مخ شوي ده  او هغې ته پاې بنده نه ده او هڅه کوي د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کښې په افغانستان کښې د جنګ د ختمیدا په پلمه د ځان لپاره سیاسي ګټه پورته کړي .