د امریکا د بې روزګاه کسانو شمیر نور هم زیات شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90256-د_امریکا_د_بې_روزګاه_کسانو_شمیر_نور_هم_زیات_شو
د امریکا د کار وزارت وویل په هیواد کښې د بې کاره کسانو شمیر کابو څلویښت (۴۰) میلیونو ته ورسید .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2020 01:12 Asia/Kabul
  • د امریکا د بې روزګاه کسانو شمیر نور هم زیات شو

د امریکا د کار وزارت وویل په هیواد کښې د بې کاره کسانو شمیر کابو څلویښت (۴۰) میلیونو ته ورسید .

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ د امریکا د کار وزارت پرون په خپل نوي راپور کښې په داسې شرایطو کښې چې د کورونا ویروس خپریدل د هیواد اقتصاد کړکیچنو شرایطو ته رسولی دی وویل په تیرو اوو (۷)ورځو کښې څه د پاسه دوه میلیونه او څلور لکه دیرش زره نور کسان بې روزګاره شوي دي .

د کورنا ناروغۍ په امریکا کښې د کارونو د راتلونکي په هکله د اندیښنې د رامینځته کیدا سبب شوي ده .