کورونا ویروس د امریکا ۴۲ میلیونه خلک بې روزګاره کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90414-کورونا_ویروس_د_امریکا_۴۲_میلیونه_خلک_بې_روزګاره_کړي
زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د کورونا ویروس له خپریدا سره په یووخت د هیواد دوه څلویښت (۴۲) میلیونه خلکو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2020 00:58 Asia/Kabul
  • کورونا ویروس د امریکا ۴۲ میلیونه خلک بې روزګاره کړي

زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د کورونا ویروس له خپریدا سره په یووخت د هیواد دوه څلویښت (۴۲) میلیونه خلکو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي .

د امریکا د حکومت لخوا د خپرو شویو شمیرنو پراساس په تیرو اوو (۷) ورځو کښې د هیواد کابو درې(۳) میلیونو نورو خلکو د بیکارۍ د پیسو د ترلاسه کولو لپاره نومونه لیکلي دي .

په امریکا کښې د کورونا ناروغۍ خپریدا او د کاروبار بندیدا د هیواد اقتصاد له بې مخینې کړکیچ سره مخ کړی او په هیواد کښې د بیکارۍ اندازه بیخي زیاته شوي ده .

امریکا په کورونا ویروس د خلکو د ککړیدا او د وژل کیدا له پلوه د نړۍ په هیوادونو کښې په لومړي لمبر کښې ورغلي ده .

په امریکا کښې په کورونا ویروس یو(۱)میلیون او اوه لکه شپږ اویا زره او یوسل یولس کسان ککړ شوي چې یولک درې زره او شپږ سوه څلوراویا ترې مړه شوي هم دي .