له هند سره په پوله د چین پوځي مانوره
چیني سرچینو له هند سره په پوله د دغه هیواد د پوځي مانورې خبر ورکړ.
د ایرنا د راپور له مخې، د ساوت چاینا ورځپاڼې نن، د دغه هیواد په لویدیځ شمال کښې د تبت په سیمه کښې د پوځیانو چمتو کولو لپاره د ډرون ، وسلو او چاودیدونکو توکو په کارولو سره د هند په پوله پوځي مانوره ترسره کړه.
دغه مانوره په داسې شرایطو کښې ترسره شوه، چې په وروستیو ورځو کې د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمو کې د هندي او چینايي پوځیانو تر منځ د نښتو په اړه خبر ورکړی و.
هند او چین له دوه زه دریم میلادي کال څخه تراوسه په ځلونو د پولیزه اختلافاتو په اړه خبرې کړې، خو تراوسه هیڅ یوې نتیجې ته نه دې رسیدلی.
چین د اروناچل پردیش سیمه د جنوبي تبت په توګه یو ولایت ګني او د خپلې خاورې یوه برخه یې اعلان کړې، خو نوی ډیلي دا نه مني.
چین دنوې زره کیلومتره ځمکې د ملکیت ادعا کوي چې هند یې ارونوچل پردیش ولایت بولي.