په یوه کور کښې په لسګونو ماران پیدا شول
Jun 07, 2020 08:18 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د هندوستان د اترپردیش صوبې په میرټهه سیمه کښې د یوه کروندګر د کور په ایرکنډیشنر(air conditioner) کښې څلویښت (۴۰) ماران پیدا شول .
پولیسو وویل چې کروندګر شارهند په خپل کور کښې د مار یو(۱) بچی ولید او هغه د مار د بچي په لیدو سره هغه ونیوه او له کور څخه بهر یې وغورځوه .
لږ شان وروسته د هندوستان دغه ښاریز چې کله د کور په یوه(۱) کوټه کښې ویده کیده نو په بړستن یې درې (۳) ماران ولیدل .
د هندوستان دغه ښاریز سمدستي له کټ پاڅیده او کله چې یې ایرکنډیشنر ولیده نو هلته ډیر زیات ماران موجود وو .
دغه خبر په ټول کلي کښې خپور شو او ګاونډیان د دغه سړي مرستې ته ورودانګل او هغوی یو(۱) یو مار ونیوه او په کپړې یا ټوکرې کښې یې بند کړ او په نږدې ځنګل کښې یې پریښود .
ټیګونه