د چین پوځ هندوستان ته خبرداری ورکړ
د چین د پوځ سیمه ایز ویاند د هندوستان پوځ ته د دواړو هیوادونو ترمینځ سرحدي سیمه کښې د راپارونکو اقدماتو په لړ کښې خبرداری ورکړ.
د ایرنا د خبر له مخې د چین د لویدیځ په جنګي سیمه کښې د دغه هیواد د پوځ ویاند جنرال جانګ شیولي نن د یوې بیانیې په صادرولو سره د لداخ په (ګالوان دره) سیمه کښې د چین او هندوستان د سرحدي ځواکونو د نښتې په هکله نوې ډیلي ته خبرداری ورکړ چې راپارونکي اقدامات بند کړي.
هغه څرګنده کړه: د ګالوان درّې واکمني تل د چین په لاس کښې ده او د هندوستان سرحدي ځواکونو د چین او هند د پوځي قومندانانو په مذاکراتو کښې د ترلاسه شوې موافقه او د دواړو هیوادونو د سرحدي موافقې ژمنې ماتې کړې دي او د دواړو هیوادونو د پوځونو او ولسونو اړیکو ته یې سخت تاوان رسولې دی.
هغه له هندوستانه وغوښتل چې زرترزره د خبرواترو سمې لارې ته ستون شي څو اختلافات حل شي.
د ویلو ده چې د هندوستان پوځي چارواکو پرون ویلي وو چې د دغه هیواد ۲۰ پوځیان په لداخ کښې په پرتې ګالوان دره کښې له چین سره په لانجمنې سرحدي سیمې کښې وژل شوې دي.
په دغه نښته کښې د چین ۴۳ پوځیان هم وژل شوې دي.