په امریکا کښې دوه نور کسان په ډزو ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90952-په_امریکا_کښې_دوه_نور_کسان_په_ډزو_ووژل_شول
زمونږ خبریال وايي د امریکا د شمالي کارولینا ایالت د شارلوټ ښار پولیسو په ډزو کښې د دوو (۲) ښاریزو د وژل کیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 22, 2020 10:36 Asia/Kabul
  • په امریکا کښې دوه نور کسان په ډزو ووژل شول

زمونږ خبریال وايي د امریکا د شمالي کارولینا ایالت د شارلوټ ښار پولیسو په ډزو کښې د دوو (۲) ښاریزو د وژل کیدا خبر ورکړ .

پولیسو وویل په شارلوټ ښار کښې په ډزو کښې دوه (۲) تنه مړه او اوه(۷) نور ژوبل شوي دي .

له دغو ډزو وروسته په شارلوټ ښار کښې په پینځو(۵) کسانو ګاډی وخیژول شو .

په امریکا کښې هر کال په ډزو کښې په زرګونو کسان مړه او ژوبل کیږي .

په امریکا کښې له خلکو سره کابو درې سوه (۳۰۰) میلیونه وسلې شته یعني د هیواد له هر ښاریز سره یو نه یو ډول وسله شته .

بل خبردا چې د امریکا د مشرانو جرګې غړي سناتور بیرني سینډرز په تالسا ښار کښې د کورونا کړکیچ په درشل  د ولسمشر ټرمپ په انتخاباتي غونډو کښې د خلکو کم ګډون ته په اشارې سره وویل حتی د ټرمپ پلویان هم پوهیږي چې کرونا ویروس حقیقي او خطرناک دی .

هغه وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ یو ناروغه دروغجن دی .