په عراق کښې څوارلس داعشي ترهګر نیولې شوي
Jun 29, 2020 02:57 Asia/Kabul
د عراق د کورنیو چارو وزارت تیره شپه په دغه هیواد کښې د څوارلسو داعشي ترهګرو د نیولو خبر ورکړ.
د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د عراق د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړ، دا څوارلس ترهګر د عراقي ځواکونو په دوو عملیاتو کښې په کرکوک او صلاح الدین ولایتونو کښې نیولې شوې دي.
په عراق کښې د داعش ترهګرې ډلې له ماتې وروستو، اوس هم د دغه ترهګرې ډلې یو شمیر غړې د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو کښې شتون لري او ترورستي اقدامات ترسره کوي.
ټیګونه